۸صبح، کندهار: سیمهییزې سرچینې وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو له بندېدو وروسته کندهار ته د روسي او هندي سوداګرو تګراتګ زیات شوی دی.
سرچینو دوشنبه د لړم پر ۴مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې په کابل کې جګپوړي طالب چارواکي روسي او هندي سوداګر د کندهار د کرنیزو محصولاتو په ځانګړې توګه د انارو، اینځرو، انګورو او نورو وچو او تازه میوو اخیستلو ته هڅوي.
سرچینې زیاتوي چې څه موده مخکې هندي سوداګرو د اینځرو د اخیستلو لپاره کندهار ته ورغلي او ژمنه کړې یې چې د دغې میوې ۱۰۰ ټنه به بهرنیو هېوادونو ته صادره کړي.
ورته مهال د کالیوف په نوم یو روسی سوداګر کندهار ته تللی او غواړي پنځه زره ټنه انار قراقستان، ازبکستان، جاپان او سویلي کوریا ته صادر کړي.
د سرچینو په خبره، د سوداګرې او پانګونې خونې د مدیره پلاوي لومړی مرستیال محمدیونس مومند بهرني سوداګر د کندهار د کرنیزو توکو اخیستلو ته هڅوي.
په کندهار کې د وچې او تازه میوې سوداګر وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترانزیتي لارو له تړل کېدو وروسته سوداګرو، بڼوالو او عادي وګړو ته میلیونونه ډالر زیان رسېدلی دی.





