۸صبح، کابل: له پولیو پاک افغانستان بنسټ وايي چې د ګډې همکارۍ او بشردوستانه ملاتړ په دوام کولی شو په افغانستان او نړۍ کې د پولیو ویروس بشپر له منځه یوسو.
نوموړي بنسټ دوشنبه د لړم پر ۴مه په اېکس پاڼه کې لیکلي چې د بسپنهورکوونکو او شریکانو همکاري او ملاتړ د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو په هڅو کې مهمه ونډه لري.
له پولیو پاک افغانستان بنسټ ټینګار کړی چې په افغانستان کې د دغې ناروغۍ د له منځه وړلو هڅې دې پیاوړې شي، څو هغه وروستي ماشومان هم د دې ناروغۍ پر وړاندې واکسین شي چې لا واکسین شوي نه دي.
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي و چې افغانستان د نړۍ له هغو یوازې دوو هېوادونو یو دی چې د پولیو ویروس پکې شته.
د پولیو د خپرېدو د مخنیوي لپاره له پراخو هڅو سربېره، د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې د پولیو ویروس ۴۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.





