«مولانا؛ د سولې لپاره نړیوال غږ» تر سرلیک لاندې نړیوال کنفرانس د مولانا جلالالدین محمد بلخي د ۸۱۹مې کلیزې په مناسبت جمعه د تلې پر ۱۰مه، په امریکا کې د مولانا کور او جورج واشنګټن پوهنتون له خوا جوړ شو. د دغه کنفرانس جوړوونکي وايي چې دا ډول پروګرامونه به هر کال جوړ کړي. د «مولانا نښان» معرفي، د «مولانا نړیوالې ادبي جایزې» د درېیم پړاو ترسراوی او په واشنګټن ډيسي کې د مولانا د تندیس لګول د مولانا د ناستو د دوام لپاره اعلان شوې موخې یادې شوې دي.
په دغه کنفرانس کې ځينو څېړونکو او د پوهنتونونو استادانو، د مولانا امریکايي مینه والو، ډیپلوماتانو، د مخکېني افغان حکومت ځینو جګپوړو چارواکو او فرهنګي او هنري څېرو ګډون کړی و. کنفرانس د بصیر احمد وجوهات له لوري د رباب او د «بشنو از نی» نغمې په په غږولو پیل شو او وروسته د انسان، توپیر، همدردۍ او سولې په اړه د مولانا د افکارو په تړاو یو لنډ فلم نندارې ته وړاندې شو.
طارق اقتداري د دغه پروګرام موخه یوازې د مولانا د تاریخي او ادبي شخصیت درناوی نه دی بللی او ویلې یې دي چې دا کنفرانس د معاصرې نړۍ او انسان له پوښتنو سره په تړاو د مولانا د افکارو د بیاکتنې لپاره یو فرصت دی. نوموړي د جګړو، تاوتریخوالي، افراطیت او د ټولنیزو او کلتوري واټنونو د پراخېدو په اړه ویلي چې د «مولانا؛ د سولې لپاره نړیوال غږ» موضوع ټاکل د سولې، ګډ ژوند، زغم او انساني کرامت په برخه کې د مولانا د فکري، ادبي او معنوي میراث د وړتیاوو د ارزولو لپاره هڅه ده.
د مولانا کور رییس میرویس بلخي د شخړو د ریښو او د انسان له دنني وضعیت سره یې د تړاو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې سوله یوازې د جګړې د نشتوالي یا د یوې بیرونۍ شخړې د پای ته رسېدو مانا نه لري، بلکې د بهرنیو شخړو یوه برخه د انسان له هغو ناحل شوو دننیو کشمکشونو ریښه اخلي. نوموړي زیاته کړې چې غوسه، ځانپالنه او ناپوهي له نورو سره د انسان د مقابلې زمینه برابرولی شي او دغو لاملونو ته له پام پرته بیرونۍ سولې ته رسېدا ستونزمنه ده.
ښاغلي بلخي مولانا «د بلخ رښتینی زوی، د افغانستان غږ، ګډ تمدني میراث او نړیوال وګړی» بللی او ویلي یې دي چې له اتو پېړیو تېرېدو وروسته هم د مولانا پیغام د ننني انسان درد او خوشحالي انعکاسولی شي. د نوموړي په خبره، مولانايي معرفت انسان لومړی د خپل ځان پېژندنې او وروسته د بل انسان د درک پر لور بیایي او سوله هم د انسان له دنننی بدلون څخه پیلېږي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق هم د مولانا پیغام پر نړیوالتوب او د انسان په ازادولو کې د پوهې او معرفت پر ونډې ټینګار کړی دی. د نوموړي په خبره، مولانا داسې میراث نه دی چې یوازې تر یوې جغرافیې، قوم، ژبې یا کلتور پورې محدود وي او «مولانا ټولو انسانانو ته یوه ډالۍ ده.» فایق پوهه او هیله هغه مفاهیم بللي چې د مولانا په لیدلوري کې انسان له ناپوهۍ او تیارې څخه د معرفت او خلاصون پر لور بیولی شي.
افغان مشهور هنرمند او سندرغاړی فرهاد دریا هم د مولانا په لیدلوري کې د موسیقۍ، شعر، معرفت او دوستۍ پر تړاو غږېدلی دی. نوموړي ویلي چې د مولانا شعر یوازې د کلمو یوه ټولګه نه شي ګڼل کېدای؛ ځکه موسیقي یې د شعر په جوړښت کې شته او لفظ، اهنګ او مانا یې په اثارو کې له یو بل سره تړلي دي.
ښاغلي دریا د هغو چوکاټونو او پولو د ماتولو لپاره د مولانا پر هڅو ټینګار کړی چې د انسانانو ترمنځ واټن رامنځته کوي او ویلي یې دي چې شعر او موسیقي مخکې له دې چې د انسانانو ژبني، جغرافیایي او کلتوري توپیرونه له یو بله جلا کړي، کولی شي د ګډې تجربې او همدردۍ لپاره لاره چاره برابره کړي.
د مولانا په لیدلوري کې د سولې په اړه تخصصي ناسته
د پروګرام په دویمه برخه کې په امریکا کې لیکوال، څېړونکی او د پوهنتون استاد مصطفی اکیول د مولانا په لیدلوري کې د سولې، د مولانا له نظره سولې ته د رسېدو د لارو او میکانیزمونو او په نننۍ نړۍ کې د سولې په اړه د هغه د نظر د اغېزمنتیا په اړه خبرې کړې دي.
په امریکا کې مېشت ایراني څېړونکي محمد فغفوري ویلي چې د سولې په اړه د مولانا د لیدلوري د پېژندلو لپاره دې یوازې پر مشهورو کلمو او نقل قولونو بسنه نه کېږي، بلکې د هغه د لیدلوري جوړښت او ژوروالي ته دې پام وشي. نوموړي توپیر د انساني ژوند ژوندی واقعیت بللی او ویلي یې دي چې د بېلابېلو باورونو، لیدلورو او تجربو اړوند د انسانانو حضور خپله د شخړې لامل نه کېږي، بلکې ستونزه هغه مهال پیلېږي چې انسان ونه شي کړای توپیر درک نه کړي او هغه پر دوښمنۍ بدل کړي.
د فغفوري په باور، سولې ته د رسېدو لار د توپیرونو له منځه وړل یا د انسانانو یو ډول کول نه دي، بلکې د دغو توپیرونو منل دي. له دغه لیدلوري، انسانان کولی شي بېلابېل فکرونه ولري او هممهاله د یو بل ترڅنګ ژوند وکړي.
په امریکا کې څېړونکي، مولاناپوه او د پوهنتون استاد سید حسن اخلاق هم له مولانا څخه د سطحي او یوازې رومانټیکو برداشتونو د عبور پر اړتیا ټینګار کړی دی. هغه ځانپېژندنه، د ځان او تنوع منل د مولانا د لیدلوري مهم محورونه بللي او ویلي یې دي چې له بل سره د انسان اړیکه له دې سره تړاو لري چې هغه خپل ځان څنګه پېژني. د نوموړي په خبره، د بل منل یوازې د متفاوت کس زغمل نه دي، بلکې د انساني تنوع په رسمیت پېژندل او د توپیرونو ترمنځ ګډ ژوند ته د امکاناتو موندل دي.
د تخصصي غونډې له پای ته رسېدو وروسته، افغان ترانهجوړونکي او سندرغاړي همایون سدوزي او سندرغاړي او هنرمند میلاد یوسفي موسیقي وغږوله.
د مولانا کور د راتلونکو پروګرامونو اعلان
د غونډې په وروستۍ برخه کې لیکوال او د پوهنتون استاد رضا حسیني اعلان وکړ چې له دې وروسته به د مولانا د درناوي مراسم هر کال د څېړنیز چلند له مخې کېږي او هر کال به د مولانا د افکارو او اثارو یوه ځانګړې موضوع د بحث او څېړنې اصلي محور وي.
دغه راز، د مولانا کور د «مولانا نښان» د رامنځته کولو ویلې دي. د مولانا کور په خبره، دا نښان به یوه نړیواله جایزه وي چې موضوع به یې هر کال د پروګرام له اصلي محور سره سم ټاکل کېږي. د سږ کال د موضوع په پام کې نیولو، د دغه نښان لومړی پړاو سولې ته ځانګړی شوی او ټاکل شوې چې لومړی ګټونکی یې د نوماندۍ، ارزونې او قضاوت له پړاوونو وروسته د راتلونکي کال په پروګرام کې اعلان شي.
د مولانا کور وايي چې د دغه نښان لپاره به خپلواک جوړښت په پام کې ونیول شي او د نوماندۍ او ارزونې معیارونه، د ټاکنې تګلاره، دارالانشا او د قاضیانو پلاوی به ځانګړی شي. ټاکل شوې چې د بېلابېلو هېوادونو باوري او وړ کسان د قاضیانو په پلاوي کې غړیتوب ولري.
د مولانا کور په واشنګټن ډيسي ښار کې د مولانا د تندیس د نصبولو لپاره د هڅو خبر ورکړی دی. ټاکل شوې چې د دغې طرحې اړوند غوښتنلیک د واشنګټن دولتي او ښاري چارواکو ته وړاندې شي او د طرحې د ملاتړ لپاره به د مینهوالو د راخپلولو په موخه غوښتنلیک هم چمتو شي.
د هنري اثارو او خطاطۍ نندارتون
د کنفرانس بله برخه د هنري اثارو او خطاطۍ نندارتون ته ځانګړې شوې وه. سلیمان هدایت د مولانا ځينې شعرونه د ادبي میراث د یوې برخې په توګه د خطاطۍ هنر له لارې نندارې ته وړاندې کړل.
د پروګرام په هنري نندارتون کې هغه اثار چې د مولانا له شعر، لیدلوري او معنوي نړۍ په الهام د «هنرسالار» بنسټ له خوا چمتو شوي و، نندارې ته ایښودل شوي دي.
د دغه کنفرانس جوړوونکي وايي چې د دا ډول پروګرامونو د دوام موخه د مولانا د لیدلوري بیاکتنه او د سولې، ګډ ژوند، د توپیرونو د منلو او انساني کرامت او د معاصرې نړۍ د ننګونو د حل لپاره یې د ظرفیت ارزول دي.





