۸صبح، کابل: د طالبانو د رئیسالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي هیچا ته اجازه نه ورکوي څو د دغې ډلې پر ضد «مخالفت او بغاوت» وکړي.
نوموړي دا څرګندونې شنبه د چنګاښ پر ۱۶مه په کابل کې له يو شمېر قومي مشرانو او ديني عالمانو سره په لیدنه کې کړې دي.
هغه ټینګار کړی چې د طالبانو جګړه په افغانستان کې د «اسلامي نظام د ټینګښت» لپاره وه او اوس دا موخه ترلاسه شوې ده.
مولوي عبدالکبیر افغانستان د ټولو افغانانو «ګډ کور» بللی او زیاته کړې یې ده چې د دوی په رژیم کې د ټولو قومونو استازي شته.
نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې څه موده مخکې د دغې ډلې پر وړاندې سیاسي او نظامي جریانونو د ویانا په ناسته کې له طالبانو سره د مبارزې لپاره د یو واحد صف پر جوړېدو ټینګار وکړ.
طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د ټولګډوني حکومت جوړېدل نه مني او خپل طالباني رژیم ټولګډونی بولي.





