د طالبانو يو مهم قوماندان مولوي نیک‌محمد په کوزه پښتونخوا کې وژل شوی

۸صبح، ننګرهار: د ننګرهار لپاره د وسله‌والو طالبانو يو مهم قوماندان مولوي نيک‌محمد رهبر رهبرمل په کوزه پښتونخوا کې وژل شوی دی.

د ننګرهار ولايت چارواکو په وينا، دغه قوماندان نن مازديګر ناوخته د پېښور په حاجي کمپ سیمه کې وژل شوی او د‌ طالبانو ډلې د‌ ښاري شبکې مسؤل عزیز الله مشهور په مصطفی په ګډون يې دوه ملګري ټپيان شوي دي.

د ننګرهار ولايتي چارواکو په دې اړه نور جزئيات نه دي وړاندې کړي او طالبانو هم لا تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

Back to top button