۸صبح، بادغیس: د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، د بادغیس په غورماچ ولسوالۍ کې یوه روغتیايي مرکز د ۱۱۱ زرو امریکايي ډالرو په ارزښت ۴۶ قلمه روغتیایې تجهیزات ترلاسه کړې دي.
دغه وزارت شنبه د تلې پر ۴مه خبر ورکړی چې دا روغتیایې تجهیزات د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ یاد روغتیايي مرکز ته سپارل شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، په نږدې راتلونکي کې به د روغتیایې تجهیزاتو یوه بله جوپه هم نوموړي روغتیايي مرکز ته وسپارل شي.
غورماچ ولسوالۍ د بادغیس یو له هغو ولسوالیو ده چې د افغانستان په شماللوېدیځ کې موقعیت لري او اوسېدونکي یې روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
د دغه ولایت روغتیايي مرکزونه د خدماتو د وړاندې کولو لپاره لا ډېرو تجهیزاتو او امکاناتو ته اړتیا لري.





