په کندوز کې ځینې کروندګر وايي، سره له دې چې سږ کال په دغه ولایت کې د خټکیو حاصلات ډېر شوي؛ خو د پلور بازار یې بېخونده دی. هغوی ټينګار کوي چې د خټکیو له پلوره چندان ګټه نه کوي. کندوزي کروندګر نړیوالو بازارونو ته د خپلو کرنیزو محصولاتو د لېږلو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه کوي او وايي چې د خټکیو په ګډون کرنیز محصولات یې په کور دننه چندان مارکېټ نه لري؛ ځکه په وینا یې، بېوزلي پراخه او د خلکو د پير ځواک کم شوی دی. دا کروندګر په کندوز کې د طالبانو پر کرنې ریاست هم نیوکه کوي او وايي چې هېڅ ډول همکاري ورسره نه کوي؛ خو د حاصلاتو د راټولولو پر مهال ترې په زور عشر او زکات اخلي.
په کندوز کې ډېری کروندګر د خټکیو له ټیټي بیې او د بازار له نشتوالي سر ټکوي. هغوی وايي، سره له دې چې سږ کال د خټکیو حاصلات ډېر دي؛ خو په وینا یې، د پلور لپاره یې مارکېټ نه شته.
د کندوز کروندګر زیاتوي چې د خټکیو پر کرکېلې یې ډېر لګښت کړی؛ خو اوس یې پوره کولای نه شي. د هغوی په وینا، د کندوز خټکي یوازې په څو څنګلورو ولایتونو کې پلورل کېږي.
فهیم د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې یو کروندګر دی. هغه وايي چې پر ۲۰ جریبه ځمکه یې خټکي کرلي؛ خو تر اوسه یې د پلور مزه نه شته.
نوموړی زیاتوي: «د کرنې ریاست د عشر او زکات کس راځي او حق اخلي، نور هېڅ مرسته نه کوي. نه اصلاح شوی تخم ورکوي او نه هم کیمیاوي سره. یوازې ټولولو ته راځي او بېرته ځي.»
شمسالله په کندوز کې یو بل کروندګر دی. نوموړی وايي چې پېرېدونکي د کروندګرو محصولات په ټيټه بیه اخلي چې ان شي کولای پر محصولاتو لګېدلي لګښتونه هم پوره کړي.
دا کندوزی کروندګر وايي: «یو موټر یا یو زرنج کې خټکي بار کړو او پیسې ورکوو چې د میوو مارکېټ ته یوسي، خو له ۱۵۰۰ په لوړه بیه نه پلورل کېږي. ښايي یو دانه راته په ۱۰ او ۳۰ افغانیو تمام شي، چې د موټر کرایه او کارګر پیسې ترې وباسي، ماته هېڅ ګټه نه پاتې کېږي.»
د خټکیو د خرڅلاو لپاره د مارکېټ له نشتوالي اندېښنې داسې مهال راپورته شوي چې د کندوز ښار په هره څنډه کې د خټکیو خرې ولاړې دي او په ډېره کمه بیه پلورل کېږي. د خټکیو پلورونکي وايي چې هر خټکۍ له ۱۰ تر ۵۰ افغانیو پورې پلوري او دا د کروندګرو په زیان دی.
د خټکیو یو پلورونکی وايي: «موږ له کروندګرو یو زرنج خټکي له ۱۲۰۰ تر ۱۵۰۰ افغانیو پورې اخلو، له موږ یې هم څوک په سمه بیه نه پېري. د کندوز خټکي تر کابله او نورو ولایتونو پورې رسېږي. موږ غواړو بازار موندنه ورته وشي، ځکه زموږ محصولات ډېر ښه کیفیت لري او باید نړیوالو بازارونو ته ولېږل شي.»
په کندوز کې کروندګر د معیاري سړو خونو او نړیوالو بازارونو ته د محصولاتو صادرولو لپاره د اسانتیاوو او دغه راز، د کرنې میکانیزه کولو لپاره د ملاتړ له نشتوالي شکایت کوي. هغوی وايي طالبان دې له کروندګرو سره همکاري وکړي.
اخوا، په کندوز کې د طالبانو د کرنې ریاست چارواکي وايي چې روان کال په دغه ولایت کې پر ۷۵۴ هکتاره ځمکې خټکي کرل شوي چې ۱۱۸ زره او ۸۵۰ ټنه حاصل یې ورکړی او په وینا، دا د تېر کال پرتله ۱۰ سلنه ډېروالی ښيي.
د یادونې ده چې د افغانستان – پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې ویلي چې پاکستان ته افغانستان د سزیجاتو او تازه میوو صادرات وروسته له هغه د دوو اوونیو لپاره ودرول شول چې اسلام اباد پرې ګمرکي تعرفه ډېره کړې ده.





