ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د قشم په ټاپو کې د استوګنې پر يوې ودانۍ د امریکا په برید کې درې کسان وژل شوي دي.
فارس خبري اژانس پنجشنبه د جولای پر ۳۰مه، راپور ورکړی چې په دغه برید کې یوه ښځه او مېړه یې له خپل دوه کلن ماشوم سره وژل شوي دي.
په دغه برید کې دوه نور ماشومان چې اووه او نهه کلن دي، هم ټپیان شوي دي.
د راپور له مخې، برید پر هغې ودانۍ شوی چې یوه پنځه کسیزه کورنۍ پکې اوسېده.
د قشم ټاپو په ګډون د ايران پر ځینو سیمو د امریکا د وروستيو بریدونو راپور داسې مهال ورکړل شوی چې په منځني ختیځ کې د جګړې د پراخېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.





