د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د روانو خبرو په تړاو ویلي چې تهران د یوې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره له «وروستي فرصت» سره مخ دی.
ټرمپ دوشنبه د اګست پر ۳مه، وویل چې د امریکا او ایران ترمنځ خبرې روانې دي او یو ځل بیا یې خبرداری ورکړ، که خبرې ناکامې شي، پر ایران به پراخ برید وکړي.
هغه زیاته کړه: «غواړم د سر تر غوڅېدو مخکې وروستی فرصت ورکړم.»
دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي تر دې وړاندې ویلي وو چې تهران دا مهال له واشنګټن سره هېڅ ډول خبرې نه کوي.
ټرمپ د دغو څرګندونو په غبرګون کې ایران په «نه باور کېدونکې دوهګونې تګلارې» تورن کړ او ادعا یې وکړه چې ایراني چارواکي له یوې خوا د خبرو غوښتونکي دي، خو له بلې خوا له امریکا سره خبرې ردوي.





