• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲ لړم ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

معدني اوبه؛ د روغتیا لپاره ګټور محصول که په کابل کې د کورنیو د ناروغیو لامل؟

آدرینا بهزاد آدرینا بهزاد
۱۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791103090]
Pexels

Pexels

د کابل ځينې اوسېدونکي د معدني اوبو له کیفیته چې د کوچنیو او لویو وسایطو په مرسته په لارو کوڅو کې خرڅېږي، شکایت لري. د هغوی په خبره، که څه هم پر معدني اوبو پیسې ورکوي، خو نه شي کولی په ډاډه زړه یې وکاروي. هغوی وايي چې د نامناسب اقتصادي وضعیت سربېره، د کورنیو د غړو له ناروغېدو د مخنیوي لپاره معدني اوبه اخلي، خو دا اوبه یې هم د کورنۍ غړي ناروغوي.

د کابل دا اوسېدونکي له طالبانو غواړي چې د معدني اوبو د شرکتونو فعالیت وارزوي او د وړاندې کېدونکو اوبو پر کیفیت څار وکړي څو د کورنیو د زیانمنېدو مخنیوی وشي.

د کابل اوسېدونکی غلام رضا د هغو معدني اوبو له کیفیته چې د کوچنیو او لویو وسایطو په مرسته په کوڅو کې پلورل کېږي، شکایت لري. د هغه په خبره، خلک پر معدني اوبو پیسې ورکوي، خو نه شي کولی په ډاډه زړه یې وڅښي.

د کابل دا اوسېدونکی وايي: «معدني اوبه چې په لارو کوڅو کې پلورل کېږي، کیفیت یې ورځ تر بلې خرابېږي. کله کله چې اوبه څښم، ګومان کوم عادي اوبه دي. موږ مجبوره یو فلټر وکارو. که څه هم ښاري اوبه ډېری وخت نه وي، خو بیا هم پیسې ورکوو. بل پلو، معدني اوبه هم اخلو، خو نه شو کولی په ډاډه زړه یې وڅښو.»

د کابل بل اوسېدونکی محمود (مستعار نوم) وايي، سره له دې چې په کابل کې د معدني اوبو څو شرکتونه فعال دي، خو د دغو شرکتونو ډېرې اوبه اړین کیفیت نه لري او د کورنۍ غړي یې ناروغان کړي دي. د هغه په خبره، که څه هم اقتصادي وضعیت یې ښه نه دی، بیا هم معدني اوبه اخلي څو د کورنۍ غړي یې ناروغان نه شي، خو پر دغو هم ناروغېږي.

د کابل دا اوسېدونکی وايي: «په کابل کې د معدني اوبو څو شرکتونه فعالیت لري، خو د دغو ډېرو شرکتونو اوبه کیفیت نه لري. څرګنده نه ده چې دا شرکتونو له کوم ډول موادو کار اخلي. کله چې اوبه په شیشه يي ګیلاس کې اچوو، شفافې نه دي. موږ د کورنۍ د روغتیا لپاره که څه هم اقتصادي وضعیت مو ښه نه دی، معدني اوبه اخلو، خو پر دغو اوبو هم ناروغېږو.»

محمود زیاتوي: «تېره اوونۍ مې دوه ماشومان سخت اسهال شول او زړه بدوالی یې درلود. کله چې مې ډاکټر ته وروستل ویل یې ناپاکې اوبه یې څښلي؛ که څه هم موږ تل معدني اوبه کاروو.»

د کابل یو بل اوسېدونکی امید (مستعار نوم) له طالبانو غواړي چې د معدني اوبو د شرکتونو فعالیتونه وارزوي څو د کورنیو د زیانمېدو مخه ونیول شي. د هغه په خبره، طالبان که له خلکو سره د زورزیاتي یا بډو خبره شي، ژر ګام پورته کوي؛ خو که خبره د خلکو د ګټې وي، دومره پاملرنه نه کوي.

د کابل دا اوسېدونکی وايي: «موږ له طالبانو غواړو چې د معدني اوبو د شرکتونو فعالیتونه وارزوي چې دا شرکتونه پر خلکو څه څښي. که خبره د پیسو اخیستلو یا له خلکو سره زورزیاتی وي، طالبان ژر لاس په کار کېږي، خو د خلکو د روغتیا او ارام فکر ورسره نه شته.»

امید زیاتوي: «څه موده مخکې په برچي کې د ناپاکو اوبو له کبله څو کسان ناروغان شول چې ان د مرګ تر پولې ورسېدل. ډېر خلک بېوزله دي او نه شي کولی له دوکانونه بوتلي اوبه واخلي. له همدې کبله هغه اوبه چې په زرنجونو کې تر کوڅو راوړل کېږي، کاروي، ځکه یو څه ارزانه دي.»

ورته مهال د داخله ناروغیو متخصص جبار (مستعار نوم) وايي، هغه اوبه چې په کوڅه کې خرڅېږي، له مطمنیو سرچینو نه دي برابرې شوې، په معیاري توګه نه دي تصفیه شوي یا په نامناسبو شرایطو کې ساتل شوې، له همدې کبله د ځینو ناروغیو لامل کېږي.

دا ډاکټر وايي: «د ککړو اوبو څښل د هاضمې سیسټم ناروغیو، لکه نس ناستې، کانګې او د نس دردونو د رامنځته کېدو لامل کېدای شي او په ځینو مواردو کې د انتاني او فنګسي ناروغیو د لېږد لامل هم کېږي. په ماشومانو او زړو کسانو کې د دغو ناروغیو له امله د اوبو کموالی ډېر خطرناک دی.»

ښاغلی جبار زیاتوي: «له همدې امله مو سپارښتنه دا ده چې خلک دې تر خپلې وسې پورې د باوري سرچینو اوبه وکاروي او روغتیايي مسوولان دې هم د اوبو پر سرچینو، د تصفیې پر بهیر، بسته‌بندۍ، لېږد او د پلور پر ځایونو منظم څار ولري. یوازې د اوبو پاکه بڼه یا د معدني اوبو نومول په یوازې ځان د اوبو روغتیا نه شي ډاډمنولی؛ بلکې د اوبو کیفیت دې د روغتیايي معیارونو او اړینو معایناتو له مخې تایید شي.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي و چې په افغانستان کې میلیونونه وګړي لا هم د څښلو ډاډمنو اوبو ته لاسرسی نه لري.

دغه بنسټ په یوه پیغام کې ویلي و چې د غوره ښاري پلان جوړونه او د اوبو او کثافاتو مدیریت د اوبو د سرچینو په خوندیتوب، د روغتیايي وضعیت په ښه کولو او د خوندي ټولنو په رامنځته کولو کې مرسته کولی شي.

د اوبو کمښت، وچکالي او د اوبو رسولو د زېربناوو کمزورتیا هغه لاملونه دي چې پاکو اوبو ته یې د وګړو لاسرسی ستونزمن کړی دی.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

فاطمه: ملګري ملتونه د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوي
خبرونه

فاطمه: ملګري ملتونه د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوي

۲ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792830946]
اوچا له کورنیو سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ
خبرونه

اوچا له کورنیو سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ

۲ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792828658]
د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟
راپورونه

د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

۲ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792827526]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هالنډ کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځنې مراسم ترسره شول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.