۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې رباب فاطمې په تورخم کې د عمري کمپ د ښځو او زېږون د بیړنیو خدمتونو له څانګې لیدنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق سه شنبه د لړم پر ۱۲مه، ویلي چې رباب فاطمې په دې ليدنه کې د میندو لپاره د حیاتي روغتیايي خدمتونو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
دغه بنسټ زیاته کړې چې د یوناما مشرې افغانستان ته د راستنو شویو ښځو او تنکیو نجونو لپاره د رواني او ټولنیزو خدمتونو د برابرولو په برخه کې د خپل ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان ته راستنې شوې ښځې او نجونې، په ځانګړې توګه میندې او امیندواره ښځې روغتیايي خدمتونو او رواني او ټولنیز ملاتړ ته اړتیا لري.





