• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۷ لړم ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

ناسم باورونه؛ د ښځو پر وړاندې خنډ

۸صبح ۸صبح
۲۷ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1795015327]
Pexels

Pexels

افغانستان داسې ټولنه ده چې ښځې پکې د ناسمو باورونو له امله له تاوتریخوالي او قضاوت سره مخ کېږي او تل ورته د نارینه‌وو پرتله د دویم جنس یا کمزورو په سترګه کتل کېږي. په داسې حال کې چې هېڅ انسان له بله ډېر هوښیار، پیاوړی، پوه یا وړ نه دی. عقل، پوهه او وړتیا له یوې ځانګړې جنسیتي بڼې سره نه زېږي. هغه څه چې انسان ته وده ورکوي، زده‌کړه، تجربه، مطالعه، فکر او هغه فرصتونه دي چې د وړتیاوو د پېژندلو او روزلو لپاره یې په واک کې لري.

که یوه نجلۍ له زده‌کړو محرومه پاتې شي، دا په دې مانا نه ده چې وړتیا نه لري. که یوې ښځې ته په ټولنه کې د حضور، کار او پرېکړې فرصت ورنه کړل شي، دا پایله ترې نه شي ترلاسه کېدلی چې د دغو چارو د ترسراوي وړتیا نه لري. کله کله هغه څه چې د ښځو کمزوري بلل کېږي، په حقیقت کې د هغو فرصتونو د نشتوالي پایله وي چې هېڅکله ورته نه دي ورکړل شوي.

په افغانستان کې بیا دا ژوره مانا لري. ډېرې نجونې داسې ارمانونه لري چې لا یې د پوره کولو فرصت نه دی موندلی. هغه نجونې چې غواړي ډاکترانې، لیکوالانې، ښوونکې، څېړونکې، هنرمندانې یا سوداګرې شي. ذهنونه یې له پوښتنو، نظریو او هیلو ډک دي؛ خو کله کله د ساده غوښتنو د پوره کولو په لار کې هم له ګڼو خنډونو سره مخ کېږي.

له دغو ټولو محدودیتونو سربېره، افغان ښځو په وار وار ثابته کړې چې د زده‌کړو، نوښت او اغېز لرلو وړتیا لري. ګڼې ښځې په کور، کورنۍ، کاري چاپېریال او ټولنه کې ستر مسوولیتونه پر غاړه لري. ځینې تدریس کوي، ځینې لیکنې کوي، ځینې سوداګري پیلوي او ځینې نورې بیا له ټولو ستونزو سره سره د زده‌کړو د دوام لپاره هڅې کوي. ښايي د دوی ټولې هڅې تل ونه لیدل شي، خو د یوې وړتیا نه لیدل د دې مانا نه لري چې وړتیا نه لري.

موږ افغان ښځو، په ځانګړې توګه په تېرو شلو کالو کې هڅه وکړه چې د ښځو پر وړاندې د شویو او روانو بې‌عدالتیو پر وړاندې غږ پورته کړو او د خپل حضور او وړتیاوو له لارې د ښځو په اړه د ټولنې لیدلوری بدل کړو. سره له دې چې پرمختګ مو کړی و، خو نن یو وار بیا لیدلوری د بدلون په حال کې دی او ښځې له ټولو برخو حذف شوې دي. د ښځو غوښتنه دا ده چې د زده‌کړو، انتخاب او پرمختګ فرصتونه دې نه ترې اخیستل کېږي. هغوی غواړي کله چې خبرې کوي، د خبرو محتوا ته یې پام وشي، نه جنسیت ته.

باید ومنو چې ټولنه هغه مهال پرمختګ کوي چې ټولو غړو ته یې د ودې فرصت برابر وي. هېڅ هېواد نه شي کولی د بشري ځواک د نیمایي برخې په له پامه غورځولو روښانه راتلونکې ولري. د یوې نجلۍ زده‌کړې یوازې د هغې په ګټه نه دي؛ بلکې کورنۍ، ټولنه او راتلونکي نسلونه هم ترې ګټه اخلي. هغه ښځه چې زده‌کړې کوي، فکر کوي او پوهه ترلاسه کوي، کولی شي د یوې پوهې او مسوولې ټولنې په جوړولو کې ونډه ولري.

البته برابري د ټولو انسانانو د یوشان والي مانا نه لري. هر کس خپلې ځانګړې وړتیاوې، ځانګړنې او استعداد لري. خو فردي توپیرونه دې د دې پلمه نه کېږي چې څوک له درناوي او انساني فرصتونو بې‌برخې شي. هېڅوک دې نه اړ کېږي چې د خپلو افکارو د ارزښت د ثابتولو لپاره لومړی خپل جنسیت له پامه وغورځوي.

خو هغه څه چې نن ارزښت لري، د بې‌عدالتۍ پر وړاندې د ښځو یووالی او همغږي ده. افغان ښځې او نجونې دې یو ځل بیا د یو بل په همکارۍ له هرې ممکنې لارې هڅه وکړي، څو د زده‌کړو، کار او هنر له فرصتونو ګټه واخلي او ثابته کړي چې افغان ښځې، له محدودیتونو سره سره، له هر ډول کړکېچه د تېرېدو وړتیا لري. نن د هنر، زده‌کړو او ورزش په برخو کې د یو شمېر هغو نجونو پرمختګ ګورو چې له ټولو محدودیتونو سربېره مقاومت کوي او مقامونه ګټي.

که څه هم په مخکې مو اوږده او ستونزمنه لار پرته ده او راتلونکې هم روښانه نه ده، خو باید د دغو ناسمو باورونو په اړه خبرې وکړو، د زده‌کړو ارزښت یاد کړو او راتلونکو نسلونو ته ورزده کړو چې انسان ته درناوی دې د هغه په جنسیت پورې نه تړل کېږي. د داسې لیدلورو بدلون ښايي اسانه او چټک نه وي، خو د پوهاوي، خبرو او انساني ارزښتونو د منلو له لارې شونی دی.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

په فاریاب کې یوې ځوانې ښځې ځان‌وژنه وکړه
خبرونه

کورنی تاوتریخوالی؛ په فاریاب کې یوې ښځې ځان‌وژنه کړې

۲۷ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1795014782]
د کرکټ سیالۍ پر سر لفظي شخړه؛ په ننګرهار کې یو ځوان وژل شوی
خبرونه

د کرکټ سیالۍ پر سر لفظي شخړه؛ په ننګرهار کې یو ځوان وژل شوی

۲۷ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1795014366]
یونیسف: د پاکو اوبو د نشتوالي له امله سروبي ولسوالۍ پخوا د ناروغیو مرکز و
خبرونه

نړیوال بانک: په افغانستان کې د اوبو کمښت اقتصادي وده او کاري بوختیاوې ګواښي

۲۷ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1795010361]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • د افغان جګړې ورځني تلفات یو ځل بیا لوړ شوي دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • فارم‌لرونکي: شمال کې د کبانو د روزنې صنعت وده کړې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • له ۱۸ کالو زده‌کړو وروسته ناهیلي او سرګرداني؛ یو ځل بیا به پر خپلو پښو ودرېږو؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
۱۸ لړم ۱۴۰۵ - ۹ نومبر ۲۰۲۶
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.