د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، د هغو راپورونو په هکله چې پاکستان له ده سره د اړیکو پر پرېکون خپاره شوي ویلي، په رسمي توګه تراوسه په دې هکله خبره نه ده شوې.
نوموړي ویلي چې، له پاکستانه د داسې یو غیرډپلیماتیکې کړنې تمه نه لري، خو که رسمي شي ډیپلماتیکې برخې به یې ځواب ووایي. هغه زیاته کړه: «له موږ سره د پاکستان د اړیکو پرېکون اغیز نه لري، ځکه همدا اوس هم چندان ښې اړیکي نه لرو. کوم هغه کار چې پاکستان سره د ښو اړیکو څرګندونه کوي، یادونه يې کړو؟ ښه به دا وي، چې له موږ سره د اړیکو د پرېکون پر ځای له ترهرګريزو ډلو سره خپلې اړیکي پرې کړي.»
د ملي امنیت شورا سلاکار زیاته کړه، د پاکستان لاس وهنه په هېواد کې پټه نه ده، خو دا کار له ډیپلماتیکو لارو حل کېدای شي. نوموړي زیاته کړه: «موږ غواړو چې هغوي په رښتيني توګه د افغانانو له وژلو لاس واخلي. هغوې تل ژمنه کوي؛ خو په عمل کې یې څرک نه لیدل کېږي. اوس پوهېږو چې د دې جګړې ترشا د چا لاس دی».هغه همداراز پاکستان تورن کړ، چې د نړۍ له تروریستي ډلو سره اړیکې لري او په دې هکله زیات شمېر اسناد هم موجود دي.
د ځينو رسنیو د راپورنو پر بنسټ، پاکستان د محب د تندو څرګنونو په غبرګون کې له هغه سره رسمي اړیکې پرې کړې دي.
نوموړي څو ورځې مخکې ختیځو ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان پر وړاندې تندې څرګندونې وکړې او پاکستان یې تورن کړ، چې غواړي افغان خاوره کې پرمختګ و کړي او لاند يې کړي. پاکستان له دې مخکې په دې هکله اعتراض کړی ؤ.





