د پولنډ د کراکوف ښار په اصلي بازار کې یو کس پنځه کسان په ډزو وژلي او ۱۰ نور یې ټپيان کړي دي.
د پولنډ پولیسو شنبه د نومبر پر ۷مه ویلي چې بریدګر له موټره پر هغو کسانو ډزې کړې چې اصلي بازار ته په ننوتلو و.
د پولیسو په خبره، د پېښې لومړني راپورونه درې ساعته وروسته ورکړل شول او بریدګر د نیول کېدو پر مهال پوځيانو ته ورته جامې لرلې.
د پولیسو ویاند ویلي چې مامورانو د نوموړي د نیولو پر مهال له وسلو کار اخیستی، خو بریدګر پر هغوی هم ډزې کړې دي.
د راپور له مخې، په پېښه کې دوه پولیس هم ټپيان شوي دي.
پولیسو زیاته کړې بریدګر په دغو عملیاتو کې ټپي او د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوی دی.
د پولنډ لومړي وزیر ډونالډ توسک ویلي چې د پېښې په اړه معلومات ورکړل شوي دي.
تر اوسه د دې پېښې د انګیزې په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.





