• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۶ لړم ۱۴۰۵ - ۷ نومبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

نوی کانګرس او افغانستان؛ د «ترکیب» بدلون نه د «تګلارې»

۸صبح ۸صبح
۱۶ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۷ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794069286]
Reuters + NYtimes

Reuters + NYtimes

بې شکه چې د کانګرس په دواړو مجلسونو کې د ډیموکراتانو بریا د ډونالډ ټرمپ حکومت ته د اندېښنې وړ ده. په کانګرس کې د ډيموکراتانو پیاوړی او پراخ حضور په بهرنۍ تګلارې کې د ټرمپ «لاسونه تړلی» شي؛ البته په ټولو قضیو کې په یوه کچه نه. د بېلګې په توګه، دا به سخته وي چې د اسراییلو په اړه د ټرمپ د بې‌قیدوشرطه ملاتړ مخنیوی وشي، یا د ایران له اسلامي جمهوریت سره یې له بیا جګړې راوګرځوي چې په دې برخه کې د اسراییلو د بقا دفاع ورته تر ټولو ښه پلمه ده. په نورو قضیو لکه اوکرایین کې بیا وضعیت توپیر لري؛ ځکه ټرمپ په دې برخه کې چندان حساسیت نه لري. همدا راز د وینزویلا او کیوبا په اړه یې تګلاره او له اروپایانو، پخوانیو او نویو متحدانو سره د چلند څرنګوالی هم. په دې منځ کې یوه بله قضیه هم شته چې لا نه ده تړل شوې: د طالبانو تر واک لاندې افغانستان. د افغانستان، په ځانګړې توګه د طالبانو قضیه، د هغو مسایلو په کتار کې راځي چې ټرمپ ځانګړی حساسیت ورسره نه لري. له همدې امله ویل کېدای شي چې ډیموکراتان د اسراییلو او ایران له قضیو پرته په نورو کې د ټرمپ لاسونه محدودولی شي او هغه به هم تر یو بریده قانوني – جوړښتي محدودیتونو ته ژمن پاتې شي.

د افغانستان د قضیې په اړه هم غوره ده چې تمې محدودې وساتل شي؛ ځکه نه ښکاري چې کومه ځانګړې پېښه یا بدلون رامنځته شي. که د طالبانو دوسیه له سره څېړل کېدای او ټول اړخونه یې بیا ارزول کېدای، سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ له بېرته ستنېدو سره به دا کار شوی وای. ټرمپ د ولسمشرۍ له ټاکنو مخکې هم پرلپسې پر ډیموکراتانو نیوکې کولې او له افغانستانه یې د وتلو بهیر شرموونکی باله، خو کله چې بېرته سپینې ماڼۍ ته ستون شو، بیا هم پر نیوکو بوخت پاتې شو او د عملي ګامونو له پورته کولو یې ډډه وکړه. په داسې حال کې چې د طالبانو مخالفو ځواکونو سترګې د ټرمپ بېرته واک ته رسېدو ته وې؛ ځکه فکر یې کاوه چې نوموړی له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو له سرسختو منتقدانو دی او ښايي د افغانستان د روان بن‌بست د ماتولو لپاره کومه لاره‌چاره ومومي چې تر اوسه یې څه نه دي کړي.

کله چې د افغانستان په اړه د امریکا د بهرني سیاست د احتمالي بدلون خبره کېږي، تر ډېره د طالبانو پر وړاندې د «فشار راوړلو» هیلې ته پام اوړي، نه نورو مسایلو ته. هغوی هم پر دغه بدلون غور کوي چې د طالبانو مخالف او شپه او ورځ له سیاسي ډګره د دې ډلې د ایستلو په ارمان کې دي. البته، د طالبانو لپاره چندان توپیر نه کوي چې ډیموکراتان په واک کې وي که جمهوریپال؛ ځکه دواړه ګوندونه نه غواړي یو ځل بیا پر افغانستان برید او د واکمنۍ د پای ته رسولو لپاره یې اقدام وکړي. خو د طالبانو د مخالفانو لپاره چې واک ته رسېدل یې ارمان ګرځېدلی، د امریکا په بهرنۍ تګلاره کې هر کوچنی بدلون ورته د هیلې لامل او کله کله د اندېښنې سرچینه ګرځي.

اوس هم په کانګرس کې د ډیموکراتانو واکمنېدل د دې مانا نه لري چې د افغانستان په اړه به د امریکا په بهرنۍ تګلاره کې کوم بنسټیز بدلون راشي. په غوره حالت کې به هغه بهیر دوام وکړي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له نیمايي راهیسې پیل شوی او تر اوسه روان دی؛ هغه بهیر چې له مخې یې نه د طالبانو ملاتړ او نه هم له واکه لرې کېږي. البته له بله اړخه بیا که وکتل شي، په کانګرس کې د جمهوريپالو ماتې ښايي د طالبانو د خوشحالۍ لامل وي؛ ځکه له افغانستانه وتل او واک ته د طالبانو بېرته رسېدل د ډیموکراتانو میراث دی او اوس چې د دغه میراث اصلي څښتنان د واک په ډګر کې مخکښ شوي، هڅه به وکړي خپل میراث وساتي چې که د دې چارې لپاره طالبانو ته زیات امتیاز ورکول اړین نه وي، لږ تر لږه د «تعامل د تګلارې» دوام به حتمي وي.

ټرمپ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او واک ته د طالبانو د رسېدو له موضوع د ډیموکراتانو، په ځانګړې توګه د جو بایډن پر ضد ګټه واخیسته. نوموړي هغه څه چې ډیموکراتان یې لاسته راوړنه ګڼي، بشپړه شرموونکې بولي. ډیموکراتان بله چاره نه لري، بې له دې چې د خپلو کړو کړنو دفاع وکړي؛ هغه که په لوی لاس وي که بې‌اختیاره، د طالبانو په ګټه تمامېږي. دلته دې یو احتمال له پامه نه غورځول کېږي: د افغانستان په اړه د ډیموکراتانو د تګلارې بدلون، هغه څه ته په پام چې طالبانو په تېرو څه باندې پنځو کالو کې کړي دي. که رښتیا هم د ډیموکراتانو لیدلوری بدل شوی وي، کانګرس ته به یې له ننوتلو سره سم څرګند شي. ټرمپ هم چې له طالبانو سره تعامل ته لېوالتیا نه لري، کله چې په ډیموکراتانو کې هم دا تمایل پیاوړی شوی وي، د سپینې ماڼۍ او کانګرس ترمنځ یو ډول همغږي رامنځته کېږي چې پایله به یې طالبانو ته له امتیاز ورکولو ډډه کول وي.

خو دا ټکی دې له پامه نه غورځول کېږي: د ډیموکراسۍ او بشري حقونو په اړه د ډیموکراتانو ظاهري حساسیت. په دې برخه کې د طالبانو کړنې تر لمر روښانه دي: واک ته له بېرته رسېدو راهیسې یې په پراخه کچه له بشري حقونو سرغړونه کړې او پرلپسې یې ډيموکراسي رد او نیوکې یې پرې کړې دي. ښايي په کانګرس کې ناست ډیموکراتان چوپ پاتې نه شي چې پایله به یې د وخت په تېرېدو له طالبانو سره د تعامل د تګلارې کمزوري کېدل وي. د بایډن حکومت که څه هم طالبانو ته د ډالرو د لېږلو په تور تورن و، بیا یې هم د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په برخه کې د دې ډلې پر کړنو سختې نیوکې کولې. ان د طالبانو د رژیم ځینې وزیران یې هم تحریم کړي و. برعکس، ټرمپ واک ته له بېرته رسېدو راهیسې ان یوه کلمه هم د بشري حقونو د ناوړه وضعیت په اړه نه ده کړې. د حکومت نورو غړو یې هم. یوازینی لومړیتوب یې د یرغملو خوشې کول دي چې ظاهراً په دې برخه کې یې تر یو بریده بریالی هم دی.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

سېنټکام د ایران له ځمکنیو لارو د وسلو د لېږد مخنیوي لپاره د ځانګړي ځواک د جوړېدو خبر ورکړ
بهرني خبرونه

سېنټکام د ایران له ځمکنیو لارو د وسلو د لېږد مخنیوي لپاره د ځانګړي ځواک د جوړېدو خبر ورکړ

۱۶ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۷ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794067478]
زهرا وندا په ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو استازې وټاکل شوه
خبرونه

زهرا وندا په ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو استازې وټاکل شوه

۱۶ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۷ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794066177]
یونیسف: په جنګي سیمو کې بریدونه ماشومان اوبو او بنسټيزو خدماتو ته له لاسرسي بې‌برخې کوي
بهرني خبرونه

یونیسف: په جنګي سیمو کې بریدونه ماشومان اوبو او بنسټيزو خدماتو ته له لاسرسي بې‌برخې کوي

۱۶ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۷ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794064924]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • له جنګي غنیمتونو د انډېوالۍ تر مرکزه؛ په پروان کې د طالبانو د والي د زوم د ګومارنې پر سر شخړه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په غزني کې ترافیکي پېښه؛ د طالبانو موټر د ملکیانو له موټر سره ټکر کړی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیه: اوکرایین په تېرو ۲۴ ساعتونو کې خپل څه باندې زر سرتېري له لاسه ورکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.