د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) د ایران له ځمکنیو لارو د پرمختللو وسلو او نورو توکو د لېږد د مخنیوي لپاره د ځانګړي ځواک د جوړېدو خبر ورکړی دی.
دغه بنسټ شنبه د نومبر پر ۷مه راپور ورکړی چې د سېنټکام قوماندان براډ کوپر د «اوسپنیزې دروازې» په نوم د ځانګړي ځواک د جوړولو امر کړی دی.
دا ځواک به شاوخوا ۲۰ پوځي او ملکي کارکوونکي ولري او د امریکا په فلوریډا ایالت کې به مېشت وي.
براډ کوپر ویلي، د دغه ځانګړي ځواک جوړېدل به د ایران پر وړاندې د امریکا سمندري کلابندي پیاوړې او د سېنټکام او د امریکا د نورو دولتي ادارو ترمنځ به همکاري پراخه کړي.
هغه زیاته کړې چې دا اقدامات به د ایران هغه وړتیا محدوده کړي چې د ترهګرۍ د تمویل، د وسلو د تولیدي فابریکو د بیارغونې او د پوځي زېرمو د نوې کولو لپاره یې کاروي.
سېنټکام همداراز ویلي چې په تېرو میاشتو کې د امریکا سمندري کلابندۍ د ایران د څه باندې ۲۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت د خامو تېلو د صادراتو مخه نیولې ده.
نوموړې قوماندانۍ ټینګار کړی چې د ایران بندرونو ته د ننوتونکو او ترې وتونکو ټولو بېړیو پر وړاندې سمندري بندېزونه به په کلک ډول پلې کېږي.





