«پیسې نېکمرغي نه رامنځته کوي» هغه جمله ده چې کلونه په بېلابېلو ټولنو کې د عمومي باور په توګه تکرار شوې؛ داسې جمله چې تر ډېره د کم عاید لرونکو کسانو له خولې اورېدل شوې او کله کله د اقتصادي تنګسیا د تسکین په توګه کارول شوې ده. خو کله چې د ایلان ماسک په څېر د نړۍ شتمن کسان همدا جمله تکراروي، خبره نوی رنګ او بوی اخلي او دا پوښتنه راپورته کوي چې ایا رښتیا هم پیسې په نېکمرغۍ کې ونډه نه لري، یا خبره له همدې لنډې جملې پېچلې ده؟
ښايي له قضاوت وړاندې اړینه وي یو ځل د خپل ژوند، کورنۍ او ان د خپل هېواد اقتصاد له کومې اندېښنې پرته تصور کړو؛ داسې نړۍ چې پکې د کور کرایه، د درملنې لګښت، د ماشومانو زدهکړې یا د لومړنیو اړتیاوو برابرول اندېښمنوونکي نه وي. په داسې وضعیت کې کولی شو صادقانه وپوښتو چې رښتیا هم پيسې نېکمرغي راولي یا دا بېوزلي ده چې بدبختي او کړاو له ځان سره لري.
بې شکه یوازې پیسې نېکمرغي نه شي ډاډمنولی. تاریخ او ورځني ژوند ښودلې چې ډېره شتمني نه شي کولی د عاطفې، یوازیتوب یا دروني نارضایتۍ تشې ډکې کړي. ګڼ شتمن هم له اضطراب، دوامدارې سیالۍ او د خپلې شتمنۍ د له لاسه ورکولو په وېرې کې ژوند کوي. د «ډېر لرلو» لېوالتیا له انسانه ارام اخلي؛ ځکه د «کافي لرلو» احساس پوله نه لري. په دې کې بیا ځينې د پیسو لپاره ان انساني، عاطفي او کورنۍ اړیکې هم قرباني کوي یا د دغو اړیکو ارزښت له مالي معیارونو سره تلي.
په ټوله کې د بېوزلۍ ترخه هم له پامه نه شي غورځېدای. بېوزلي یوازې د پیسو کمښت نه دی؛ بلکې د محدودیتونو، فشارونو او نابرابریو ټولګه ده چې د ژوند کیفیت، د ودې فرصتونه او ان انساني کرامت اغېزمنولی شي. د لومړنیو امکاناتو نشتوالی، د ژوند د لګښتونو فشار او د ناڅرګندې راتلونکې په اړه دوامداره اندېښنې داسې کړاو رامنځته کوي چې د شتمنو د اندېښنو پرتله ژور وي.
ښايي حقیقت د دغو دوو لیدلورو ترمنځ وي. پیسې بشپړه نېکمرغي نه رامنځته کوي، خو نشتوالی یې ښايي د ارام او رضایت په مخکې جدي خنډ وي. شتمني کولی شي امنیت، فرصت او نسبي ارام برابر کړي، خو د ژوند مانا، روغې اړیکې او دروني رضایت هغه عناصر دي چې د بانکي حساب پر بنسټ نه سنجول کېږي. په پای کې پیسې نه د نېکمرغۍ دوښمنې دي او نه یې تضمین؛ بلکې هغه اوزار دي چې ارزښت او اغېز یې له دې سره تړاو لري چې څنګه کارول کېږي او ژوند ته په کومه سترګه کتل کېږي.





