۸صبح، کابل: طالبانو ویلي چې پرون ۲۰۹ کورنۍ چې ۱۰۱۷ کسان پکې شامل دي، له بېلابېلو لارو افغانستان ته را ستنې کړل شوې.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت چهارشنبه د وږي پر ۱۸مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د تورخم له لارې ۹۵ کورنۍ چې ۵۳۶ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، ۳۱ کورنۍ د سپینبولدک له لارې، ۵۷ کورنۍ د نیمروز له لارې او ۲۶ کورنۍ د اسلام کلا له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان ته راستنې ستنې شوې کورنۍ د خپل ژوند د بیا پیلولو په برخه کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.
بلخوا، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي چې په روان میلادي کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۲۲ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.





