۸صبح، کابل: د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دغې ډلې په نیمروز کې ۲۰۰ کیلوګرامه «شیشه» ډوله نشهيي توکي کشف او ظبط کړي دي.
یاد وزارت یکشنبه د وږي پر ١١مه، په اېکسپاڼه کې ليکلي چې دا اندازه نشهيي توکي د نيمروز په دلارام ولسوالۍ کې ترلاسه شوي دي.
د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د دې اندازه نشهيي توکو د قاچاق په تړاو یو کس له موټر سره نیول شوی دی.
طالبانو په دې تړاو چې قاچاقوړونکو دا نشهيي توکي چېرته لېږدول، څه نه دي ویلي.
څو ورځې مخکې د ایران سرحدي چارواکو د «پوډري هیروینو او تریاکو» د ۲۱۷ کڅوړو چې د درېیو افغانانو په معدې کې ځای پرځای شوې وې د کشف او ضبط خبر ورکړی و.
د معلوماتو پر بنسټ، درې افغانان چې غوښتل يې دا اندازه نشهيي توکي ايران ته قاچاق کړي، د ايران په «هنګ تايباد» سيمه کې پېژندل شوي او نيول شوي دي.
دې کڅورو درې کیلو او ۳۳۲ ګرامه وزن لرلو.
د یادونې ده چې تهران په وار وار د طالبانو تر واک لاندې له افغانستانه ایران ته د مخدره توکو د قاچاق په تړاو اندېښنه ښودلې ده.





