۸صبح، کابل: طالبانو ویلي چې پرون ۳۱۱ کورنۍ چې ۱۵۷۷ افغان کډوال پکې شامل دي، افغانستان ته راستنې کړل شوې دي.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت يکشنبه د وږي پر ۸مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د تورخم له لارې ۲۳۴ کورنۍ چې ۱۲۲۹ کسان کېږي، افغانستان ته راستنې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، ۱۶ کورنۍ د سپینبولدک له لارې، ۵۷ کورنۍ د نیمروز له لارې او څلور کورنۍ هم د اسلام کلا له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.
دا کسان په داسې حال کې افغانستان ته راستنیږي چې له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو او جبري ستنولو بهیر لا هم دوام لري.
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو په دې وروستيو کې په افغانستان کې د سرپناه د اړتیاوو د پوره کولو او راستنېدونکو کډوالو ته د مرستې لپاره د بوديجې د سخت کمښت خبر ورکړی دی.





