نړۍ ډېره عجیبه شوې ده. پاکستان چې کلونه د طالبانو مهم سیاسي ملاتړی ګڼل کېده، اوس په هماغه خونه کې چې طالبان پکې ناست دي، ترهګرو ته یې پر پناه ورکولو تورنوي؛ او طالبان هم پاکستان د ملکي وګړو پر وړاندې بریدونو، بېثباته کولو او د افغانستان پر ضد د «پوځي ژبې» پر کارولو تورنوي. عجیبه دا ده چې دا لانجه نور یوازې د کابل او اسلاماباد ترمنځ نه ده؛ اختلافونه تر دې کچې رسېدلي چې مسکو فارمټ په اتمه ناسته کې ونه توانېد «ګډه اعلامیه» صادره کړي. د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په څرګندو ټکو وویل چې د افغانستان (طالبانو) او پاکستان پلاوي د وروستۍ اعلامیې پر متن هوکړې ته ونه رسېدل.
دا ښايي زموږ د سیمې د سیاست عجیب تناقض وي: هغه پاکستان چې یوه وخت یې طالبان د افغانستان یوازینۍ «حللاره» بلل، نن یې د خپلې «امنیتي» ستونزې یوه برخه ګڼي؛ او هغه طالبان چې کلونه یې پاکستان تر ټولو جدي ملاتړی باله، اوس پر دغه هېواد تور لګوي چې نظام یې بېثباته کوي. هو، سیاست تلپاتې ملګرتیا نه پېژني او ګټې بدلېږي او ایتلافونه هم اوړي را اوړي؛ خو هغه څه چې په مسکو کې ولیدل شول، یوازې د یوې اعلامیې پر څو کلمو اختلاف نه و؛ بلکې د طالبانو او اسلاماباد ترمنځ اختلاف تر هغه پړاوه رسېدلی چې ان د مسالې د بیانولو لپاره «ګډه ژبه» هم د دواړو غاړو په واک کې نه ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په څرګندونو کې پام وړ ټکی نغښتی و؛ شکایت یې وکړ چې د اعلامیې په وړاندیز شوي متن کې افغانستان د ترهګرۍ په تړاو له حده ډېر لیکل شوی دی. دا اعتراض ظاهراً د یوه ډیپلوماتیک عبارت اړوند دی، خو په دننه کې لویه مانا لري: طالبان لا هم نه دي توانېدلي چې له ځانه د تروریزم د ملاتړي تور، سیوری لرې کړي.
سمه ده چې طالب چارواکي په مسکو او نورو ځایونو کې د سیمې هېوادونو د جګپوړو چارواکو ترڅنګ کېني او مهمه دا چې له روسیې سره رسمي اړیکې هم لري؛ خو همدا طالبان، کله چې د یوې سیمهییزې ناستې د اعلامیې خبره شي، لا هم له دغه تریخ واقعیت سره مخ دي: تر واک لاندې قلمرو کې یې د سیمهییزو او نړیوالو ترهګرو پناه اخیستل. ښايي دا له هغو سختو تناقضونو څخه وي چې طالبان د خپل دریځ د ټینګولو لپاره ورسره مخ دي: د طالبانو پر وړاندې د ډیپلوماسۍ دروازې پرانیستل شوې دي، خو هممهاله ترهګرۍ ته د پناه ورکولو واقعیت هم پر خپل ځای دی.
دلته د روسیې خبره هم پرته ده. مسکو له یوې خوا لومړنی هېواد دی چې د طالبانو رژیم یې په رسمیت پېژندلی؛ بل پلو، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او د طالبانو له لوري ترهګرو ته پناه ورکول لا هم د مسکو فارمټ د اجنډا په سر کې دي. دا تناقض د مسکو لپاره کم لګښته نه دی. روسیه کولی شي طالبان په رسمیت وپېژني، خو په اسانۍ نه توانېږي چې د طالبانو په اړه په یوې سیاسي پرېکړې د سیمې هېوادونو امنیتي لیدلوری بدل کړي.
البته نه یوازې روسیه چې اوس د افغانستان ګاونډیان او پاکستان له داسې مسالې سره مخ دي چې که مهار نه شي، د دوو هېوادونو ترمنځ له اختلافه به واوړي او د «سیمهییزې ډیپلوماسۍ» ټول بهیر به اغېزمن کړي. خبره روښانه ده: که نن د مسکو فارمټ په څېر مخینه لرونکې او ارزښتمنه غونډه د طالبانو او پاکستان د اختلاف له امله د ګډې اعلامیې په صادرولو کې پاتې راځي، سبا ښايي بله غونډه هم له ورته برخلیک سره مخ شي. طالبان او پاکستان به د افغانستان په اړه په ډېرو ناستو کې څنګ تر څنګ کېني او تر څو چې امنیتي اختلافونه او پر یو بل متقابل تورونه دوام ولري، لرې نه ده چې په نورو مېزونو کې به هم له یو بل سره لانجه کوي.
دا هماغه د خطر زنګ دی چې مسکو کړنګولی. مسکو فارمټ د افغانستان په اړه د سیمې هېوادونو د همغږۍ لپاره جوړ شوی؛ خو په اتمه ناسته کې د ترهګرۍ اړوند د دواړو غاړو اختلاف دومره جدي شو چې ان د ناستې وروستی ګډه اعلامیه یې قرباني شوه. روسیې ویلي چې دا اختلاف د مسکو فارمټ د پای مانا نه لري، خو رامنځته شوې پېښې وښوده چې دوه اړخیز بحران پر څو اړخیز میکانیزم سیوری غوړولی شي.
دلته ده چې د روسیې، چین او ایران رول نور مهم کېږي. افغانستان او پاکستان دغو درېیو هېوادونو ته ځانګړی ارزښت لري. له همدې امله، خبره یوازې دا نه ده چې طالبان او پاکستان له یو بل سره جوړ راشي؛ دا ده چې د دغو دواړو ترمنځ اختلاف دې د افغانستان په اړه د سیمهییزې ډیپلوماسۍ د کمزوري کېدو لامل نه کېږي.
بله مهم ټکیچې له پامه نه شي غورځول کېدای، په مسکو فارمټ کې د طالبانو وزن دی. دا کومه کوچنۍ پېښه نه ده چې د طالبانو او پاکستان اختلاف وتوانېږي د یوې سیمهییزې ناستې د ګډې اعلامیې د صادرېدو مخه ونیسي. که مو خوښه وي که نه، دا پېښه د دې مانا لري چې د نورو غړو هېوادونو له نظره د طالبانو دریځ ارزښت لري. په دې مانا چې که څه هم طالبان د «مشروعیت له بحران» سره مخ دي، خو دغه وضعیت په ګاونډیو او سیمهییزو ناستو کې د دې ډلې دریځ بشپړ له پامه نه دی غورځولی. کله چې د یوې اعلامیې له متن سره د طالبانو مخالفت تر دغه بریده رسېږي چې ناسته له وروستۍ ګډې اعلامیې پرته پای ته رسېږي، دا یعنې په یوه سیمهییز میز کې یې غږ اورېدل شوی، که څه هم بشپړ نه وي.





