۸صبح، کابل: د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاالله عمري، په وچه کې د ایسارو هېوادونو په نړیوالې تخنیکي غونډې کې د ګډون لپاره د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته تللی دی.
نوموړي وزارت چهارشنبه د تلې پر ۱۵مه په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې دا غونډه د اکتوبر پر اوومه او اتمه په تاشکند کې جوړېږي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، په غونډه کې به د خوړو خوندیتوب او د دوامدارې پراختیا د موخو په اړه خبرې وشي.
ټاکل شوې چې عمري د غونډې په څنډه کې د ازبکستان له چارواکو او د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو سره د کرنې، اوبو لګولو، مالدارۍ، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د همکاریو د پراختیا په اړه هم خبرې وکړي.





