۸صبح، کندهار: د طالبانو پخوانی لوړپوړی غړی ملا معتصم آغا جان، له کابله کندهار ته تر ستنېدو وروسته د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخندزاده په امر بیا نیول شوی دی.
په کندهار کې سرچینو ۸صبح ته ویلي چې د طالبانو ځانګړو استخباراتي ځواکونو د یکشنبې پر ماښام د کندهار ښار په عینو مېنه کې د ملا معتصم آغا جان مدرسه کلابنده کړې او نوموړی یې له ځان سره بیولی دی.
د سرچینو په وینا، ملا معتصم آغا جان لومړی د کندهار امنیه قوماندانۍ ته څېرمه د طالبانو د استخباراتو یوه تحقیقاتي مرکز ته لېږدول شوی، خو تر اوسه نه ده څرګنده چې وروسته چېرته بېول شوی دی.
د نوموړي د نیولو اصلي لامل تر اوسه په رسمي ډول نه دی اعلان شوی؛ خو سرچینې وایي چې معتصم آغا جان له پلازمېنې کابله د تېرې جمعې په ورځ تر ستنېدو وروسته، په خپله مدرسه کې د ځینو کسانو کوربه و. د سرچینو په خبره، د دغو کسانو له ورتګ وروسته د طالبانو مشر ملا هبتالله اخندزاده غوسه شوی دی.
سرچینې زیاتوي چې په دغو کسانو کې، چې د طالبانو له خبرتیا او اجازې پرته د معتصم آغا جان مدرسې ته ورغلي وو، د نذر محمد افغانۍ، نجیبالله منیب او زاهد رشیدي په څېر دیني عالمان هم شامل وو. د سرچینو په وینا، دغه کسان اوس په همدې مدرسه کې نظر بند دي.
تر اوسه داسې کوم څرګند بیان نه دی خپور شوی چې وښيي دغو درېیو دیني عالمانو معتصم آغا جان ته کوم مشخص پیغام رسولی و او کومه موضوع وه چې د طالبانو د مشر حساسیت یې راپارولی دی.
د ملا معتصم آغا جان بیا نیول کېدل د طالبانو دننه د نوموړي د سیاسي او مذهبي فعالیتونو په اړه نوې پوښتنې راپورته کړې دي.
دا موضوع ځکه حساسه بلل کېږي چې معتصم آغا جان په دې وروستیو کې، له کابله تر ستنېدو مخکې، دوه میاشتې په پلازمېنه کې اوسېدلی و. سرچینې وایي، نوموړي هلته له یو شمېر طالب مشرانو سره په لیدنو کې د خپل پاسپورټ او تذکرې د بېرته ورسپارلو غوښتنه کړې وه. دغه اسناد د هغه د تېرې نیونې پر مهال ترې اخیستل شوي وو، خو بېرته نه وو ورکړل شوي.
په همدې موده کې نوموړي په کابل کې له یو شمېر پخوانیو سیاستوالو سره هم کتلي وو. همداراز، په وروستیو کې د افغان او پاکستاني دیني عالمانو ترمنځ د خبرو او د دواړو لورو د اړیکو د ښه کېدو په هڅو کې هم ښکېل بلل شوی و.
که څه هم معتصم آغاجان له طالبانو سره له پخوا ژورې اړیکې لري، خو هغه د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد په ضمانت له متحده عربي اماراتو افغانستان ته راستون شوی و.
تر دې وړاندې د روان میلادي کال په اپرېل میاشت کې هم معتصم آغاجان په کندهار کې د طالبانو له خوا نیول شوی و او له لنډې مودې وروسته بېرته خوشې شو.





