• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۸ تله ۱۴۰۵ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

«مورجانې، زه نور ژوندی نه پاتې کېږم»؛ حیات‌الله پوروړی مړ نه شو، تاریخ د هغه پوروړی پاتې شو

آرین نصیري آرین نصیري
۱۳ زمری/اسد ۱۴۰۵ - ۴ اګست ۲۰۲۶ [t_time:1785814249]
Social Media

Social Media

د نيمروز په سوځنده شګلنو دښتو کې، یوه سړي چې نور یې په بدن کې د حرکت توان نه و پاتې، خپل موبایل روښانه کړ، څو خپلې وروستۍ خبرې ثبت کړي. هغه د ژوند په وروستیو شېبو کې یوازې خپله مور، اولادونه، ورور او هغه پورونه یاد کړل چې نور یې د پرېکولو وس نه درلود.

حیات‌الله د بادغیس اوسېدونکی و. هغه د کار لپاره د ایران پر لور روان شوی و. هغه او ملګري یې د نيمروز په دښتو کې د ګرمۍ، تندې او مرګ په لومه کې بند پاتې شول.

دا جمله چې: «مورجانې، زه نور ژوندی نه پاتې کېږم»، یوازي د یوه مهاجر وروستی پیغام نه و؛ بلکې د هغه نظام پر ضد د محاکمې چیغه وه چې یو افغان اړ باسي د یوې ګولې ډوډۍ لپاره خپله کورنۍ پرېږدي، قاچاقبر ته پیسې ورکړي، د مرګ له پولو واوړي او په پای کې تږی، پوروړی او بې‌وسه له خپلې مور سره خدای په اماني وکړي.

حیات‌الله د نيمروز په دښته کې نه و مړ شوی؛ هغه په هغه جوړښت کې مړ شو چې د ده تر دښتې رسېدو کلونه مخکې یې د ژوند لار ورباندي تړلې وه.

افغانستان ډېری وخت د یوه بېوزله هېواد په توګه معرفي کېږي، خو دا تعبیر اصلي حقیقت پټوي. افغانستان بېوزله نه دی؛ د افغانستان خلګ د لوټ، تبعیض، پردۍ‌پالني، بې‌مسؤولیتۍ او تاریخي ظلم په پایله کې بېوزله کړل شوي دي.

بېوزلي یوازي په راپورونو کې نه ده؛ بېوزلي په تش دسترخوان، بې‌اوبو ځمکه، تړلي مکتب، بې‌کاره پلار او د مهاجرت پر لارو په سرګردانه ځوان کې لیدل کېږي.

دا بېوزلي کومه طبیعي پېښه نه ده؛ دا د سیاست محصول دی. دا د هغو پرېکړو نتیجه ده چې د هېواد دننه او بهر نیول شوې، خو بیه یې افغانانو پرې کړې ده.

افغانستان د مسو، اوسپني، سرو زرو، ډبرو سکرو، قیمتي ډبرو او نورو طبیعي زېرمو پر یوه پراخ کان پروت دی. د دغو شتمنیو دقیق ارزښت که هر څومره وي، اساسي پوښتنه روښانه ده: ولې باید په یوه داسې هېواد کې چې دومره طبیعي وړتیا لري، یو کس د کار پیدا کولو لپاره د نيمروز په شګو کې خپل ژوند له لاسه ورکړي؟

خام مواد له پولو وځي، خو افغان ماشوم وږی ویدېږي. د کانونو تړونونه لاسلیکېږي، خو ښوونځي چت نه لري. د دې خاوري ډېر وګړي په خټینو کورونو کې ژوند کوي چې د یوه کوچني سېلاب، زلزلې، توپان یا بل اقلیمي افت پر وړاندي هم نه شي درېدلی.

ډېر کلي لا هم روغتون، پاکو اوبو، برېښنا او بازار ته لاسرسی نه لري. البته په هرو څو کلونو کې یو سړک قیرېږي یا یوه زیرزميني لاره جوړیږي، بیا د حکومتونو او ادارو انټرنېټي پاڼي په عکسونو او تبلیغاتو ډکېږي؛ لکه د یوه سړک جوړېدل چې د یوه ملت ټوله بېوزلي ختمولای شي.

هغه هېواد چې طبیعي زېرمې یې ایستل کېږي، خو وګړي یې له ګټي بې‌برخې وي، بېوزله هېواد نه دی؛ هغه یو غصب شوی هېواد دی.

په داسې هېواد کې کان ملي شتمني نه وي، بلکې د واکمنانو غنیمت وي. ګمرک هم د ملي اقتصاد د دروازې پر ځای د واکمنانو د بقا پر صندوق بدلېږي.

استعمار تل له بهرني عسکر او پردي بیرغ سره نه راځي. استعمار کله ناکله د یوه داسې جوړښت په بڼه عمل کوي چې پرېکړې له بهره یا د ټولني له پاسه کېږي، شتمني له ښکته راټولېږي او بهر ته لېږدول کېږي، خو خلک د خپل برخلیک د ټاکلو له حقه محروم پاته کېږي.

په داسې جوړښت کې د واکمنانو نومونه بدلېږي، خو اړیکه هماغسې پاته کېږي: شتمني له خلکو اخیستل کېږي، واک په لوړو کې راټولېږي او مشروعیت د پیسو، تاوتریخوالي او ایډیالوژۍ په وسیله جوړېږي.

د افغانستان معاصر تاریخ له عبدالرحمن خان راوروسته څو ځله همدا اړیکه د پاچاهۍ، انقلاب، جهاد، ډیموکراسۍ او اوس د شریعت او امارت تر نومونو لاندې بیا راژوندۍ کړې ده.

طالبان د همدې جوړښت تر ټولو توند، لوڅ او ظالمانه شکل دی؛ خو دا ناروغي تر طالبانو ډېره پخوانۍ ده.

په افغانستان کې د واکمنۍ او ظلم جوړښت پر درېیو ستنو ولاړ دی: زر، زور او تزویر.

زر یوازي پیسې نه دي؛ زر د قراردادونو، بهرنیو مرستو، کانونو، ګمرکونو، قاچاق، دولتي مقامونو او سیاسي ونډو یوه پراخه شبکه ده.

په افغانستان کې پیسې څو ځله د اقتصاد د جوړولو پر ځای د وفادارۍ د رانیولو لپاره لګېدلې دي. قوماندان پیسې اخیستي چې چوپ پاته شي؛ سیاستوال ونډه اخیستې چې عدالت هېر کړي؛ قومي مشر مقام اخیستی چې په بازار کې د خپلو خلکو درد خرڅ کړي؛ او روڼ‌اندي پروژه اخیستې چې د تمویلوونکې ژبه تکرار کړي.

زور یوازي ټوپک نه دی. زور هغه جوړښت دی چې قانون د یوه کس د فرمان تابع کوي او انسان د حق له خاوند څخه د واکمن پر رعیت بدلوي.

زور هغه وخت دی چې نجلۍ له مکتبه محرومه شي، خبریال د پوښتنې په جرم ونیول شي او وګړي د ژوندي پاتېدا لپاره چوپتیا ته اړ شي.

هېڅ واکمني یوازي په پیسو او ټوپک نه شي پاتې کېدای؛ واک د دوام لپاره کیسې، روایت او توجیه ته اړتیا لري.

طالبان له ځان سره مخالفت د دین مخالفت ګڼي، ځانونه د امام ابوحنیفه په څېر د لویو دیني شخصیتونو وارثان بولي او قومي مشران بیا پر ځان نیوکه له قوم سره خیانت معرفي کوي.

همدا تزویر دی: لوی مفاهیم له اصلي مانا خالي کول، څو د کوچنیو شخصي ګټو ساتنه وشي.

کله چې دین له عدالت څخه جلا شي، د ظلم وسیله ګرځي. کله چې قوم له یووالي او انساني همدردۍ جلا شي، د واک پر دوکان بدلېږي. ان مقاومت هم چې له خلکو، اخلاقو او حساب ورکولو څخه جلا شي، د معاملې لپاره یو نوی نوم ګرځي.

د طالبانو جوړښت انحصاري او تبعیضي دی. ښځې، مذهبي لږکي، سیاسي مخالفان او د بېلابېلو قومونو ډېرې ټولني په مستقیم ډول تر ظلم لاندې راغلې دي. له دغه حقیقت څخه انکار، خپله یو ډول بې‌عدالتي ده.

خو د طالبانو اقتصادي او سیاسي ماشین د ټولو تر منځ بېوزلي خپروي.

وږی ماشوم تر دې مخکې چې تاجک، پښتون، هزاره، ازبک، بلوڅ یا ترکمن وي، د هغه نظام قرباني دی چې ډوډۍ یې د هغه له دسترخوانه اخیستې ده.

هغه سړی چې د نيمروز په شګو کې مري، هم د هغه جوړښت قرباني دی چې د خلکو د وېشلو لپاره دین او قوم کاروي؛ خو د مالیې په اخیستلو، د کانونو په ایستلو او د شتمنۍ په لوټلو کې د هیچا تر منځ توپیر نه کوي.

طالبان هم یو تبعیضي جوړښت دی او هم د ټولو د بېوزله کولو ماشین.

له همدې امله، له طالبانو سره مبارزه باید د یوه قوم او بل قوم په جګړه بدله نه شي. رښتینی مقاومت باید قربانیان سره یو ځای کړي، نه دا چې هغوی په نویو قومي دوکانونو کې ووېشي.

د بېلابېلو قومونو د سیاسي اشرافو لویه برخه، د یوې ګډي ارادې د جوړولو پر ځای، د خلکو درد پر شخصي او سیاسي پانګې بدل کړی دی.

هر یو د خلکو د درد یوه برخه د خپل قوم په نوم ثبتوي او وروسته له هماغه درد سره د معاملې بازار ته داخلیږي.

خلک په هېواد کې دننه وږي دي، خو د سیاسي اشرافو یوه برخه په بهر کې پر خپلي ونډې معامله کوي او د ښځو او ځوانانو درد د سیاسي نندارې په وسیله بدلوي.

خطر یوازي طالبان نه دي. خطر دا دی چې طالبان په یوه داسې مبهم او له بهره طرحه شوي جوړښت بدل شي چې ښايي کالي او ژبه یې بېله وي، خو له خلکو سره یې اړیکه هماغه وي: پرېکړه له پاسه، پیسې له بهره او چوپتیا په ښکته کې.

هره ډله چې د افغانستان د بدلون لپاره بهرنۍ پیسې اخلي، باید په ښکاره ووایي چې دا پیسې یې له کومه اخیستي او خلک څنګه کولای شي هغه حساب ورکولو ته اړ کړي.

بهرنۍ مرسته په خپله لازماً خیانت نه دی؛ خو پټه، شرط لرونکې او د عامه څارنې پرته مرسته کولای شي سیاسي خپلواکي له منځه یوسي.

د «طالبانو د بقا د رګونو په نښه کول» په بحث کې باید یوه روښانه اخلاقي او سیاسي پوله موجوده وي.

طالبان یوازي په ټوپک ژوندي نه دي. هغوی له کانونو، ګمرکونو، ټرانزیټ، پټو قراردادونو او سوداګریزو شبکو څخه هم پیسې او سیاسي مشروعیت ترلاسه کوي. هیڅ جدي مبارزه دا اقتصاد له پامه نه شي غورځولی.

اساسي پوښتنه دا ده: ایا هغه لویي لاري، پلونه، د اورګاډي پټلۍ او بندرونه چې د ملت طبیعي شتمني ورباندې له هېواده ایستل کېږي، باید په نښه نه شي؟

دا شتمني د طالبانو شخصي ملکیت نه دی؛ دا د افغانستان د خلکو شتمني ده.

خو ایا د هغو زیربناوو هدفمند ویجاړول چې تر ډېره د خامو موادو د انتقال لپاره جوړ شوي، جرم او خیانت دی او که د وخت مصلحت؟

ایا د دغو لارو او مرکزونو ویجاړول خلک مجازاتوي، که طالبان او د طالبانو شریکان؟

دا حقیقت هم باید په پام کې ونیول شي چې پټ اقتصادي رګونه، په لوټ کې شریک شرکتونه، بانکې حسابونه، فاسد منځګړي او د قاچاق لارې د خلکو په بېوزلۍ او مرګ کې مسؤول دي.

مشروع مقاومت باید د قراردادونو پر افشا کولو، د طبیعي زېرمو د لوټ پر ثبتولو، حقوقي او رسنیز فشار او د طبیعي شتمنیو پر عوایدو د ملي څارنې پر رامنځته کولو هم تمرکز وکړي.

هغه هېواد چې طبیعي سرچینې یې د خپلو وګړو لپاره نه مصرفېږي، لا هم د هماغو خلکو ملکیت دی؛ خو دولت او شتمني یې یرغمل شوې ده.

لکه څنګه چې کیموتراپي د سرطان د له منځه وړلو لپاره د ناروغ بدن ته زهر داخلوي، ملت هم کله ناکله اړ کېږي د خپل کور د یوې برخې درد او وراني وزغمي، تر څو د غاصب د تغذیې سرچینه له منځه یوسي او ټول کور وژغوري.

مقاومت یوازي ټوپک نه دی.

مقاومت خلکو ته د پرېکړي کولو، تنظیمېدو او د خپل برخلیک د ټاکلو د ځواک بېرته سپارل دي.

مقاومت دا دی چې بزګر پوه شي کان، اوبه او ځمکه د قوماندان او ملا شخصي ملکیت نه دی.

کارګر باید پوه شي چې مالیه باید پر روغتون، مکتب او کارموندنې ولګېږي.

د یوه قوم خلک باید د بل قوم درد د خپل حق او ونډې لپاره ګواښ ونه ګڼي.

افغانه ښځه باید د حق، رایي، پوهې او سیاسي واک خاونده وي.

افغانستان یوې ټولنیزې جبهې ته اړتیا لري چې خلک د یوې ګډې غوښتنې پر محور سره یو ځای کړي: ډوډۍ، ازادي، عدالت، زده کړه او پر خپله خاوره او طبیعي شتمنیو د خلکو مالکیت.

حیات‌الله د ژوند په وروستیو شېبو کې د خپلو پورونو یادونه وکړه، خو اصلي پوروړی دی نه و.

هغه حکومتونه د حیات‌الله پوروړي دي چې د ده لپاره یې کار او هیله جوړه نه کړه.

هغه مشران د ده پوروړي دي چې د قوم او وطن په نوم یې شتمني راټوله کړه.

هغه بهرني بنسټونه د ده پوروړي دي چې د بیارغوني تر نوم لاندې یې میلیاردونه ډالر مصرف کړل، خو داسې یو جوړښت یې پرېښود چې په لومړي بحران کې ونړېد.

طالبان او قومي اشراف هم د حیات‌الله پوروړي دي؛ یوه خوا ی خلک بېوزله او وځپل او له بلي خوا ی د هغوی درد په سیاسي بازار کې خرڅ کړ.

حیات‌الله پوروړی له دنیا لاړ نه؛ هغه د ټول تاریخ پور غوښتونکی و.

«مورجاني، زه نور ژوندی نه پاتې کېږم» یوازي د یوه سړي جمله نه وه.

دا د هغه افغانستان ږغ دی چې هره ورځ د خپل وجود یوه برخه په دښته، پوله، کان، مهاجرت او سیاسي معامله کې له لاسه ورکوي.

زموږ دنده یوازې د ویر او مرثیې لیکل نه دي.

موږ باید دا جمله د هغه زاړه نظام پر وروستي پیغام بدله کړو چې خلک یې بېوزله کړل، قومونه یې د یوه او بل دوښمنان کړل، دین یې د واک وسیله کړ، سیاست یې پر معاملې بدل کړ او هېواد ته یې د بې‌خاونده کان په سترګه وکتل.

افغانستان هغه وخت ازادېږي چې د ځمکې لاندې شتمني یې د ځمکې پر سر پر ډوډۍ، مکتب، روغتون او کار بدله شي.

هغه وخت چې سیاستوال مشروعیت له خلکو واخلي، نه له سفارتونو او بهرنیو ادارو.

او هغه وخت چې هېڅ قوم، مشر یا ډله ونه شي کړای ټول هېواد خپل شخصي ملکیت وبولي.

تر هغه ورځي پوري باید د حیات‌الله وروستی پیغام زموږ په غوږونو کې پاته وي:

مورجاني، زه نور ژوندی نه پاتې کېږم.

او زموږ ځواب باید دا وي:

د دې خاوري راتلونکي اولادونه دې بیا پر همدغه برخلیک محکوم نه شي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

خبرونه

په جوزجان کې یوې ښځې خپل مېړه وژلی

۷ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790705765]
د مقاومت جبهې ادعا: په کابل کې مو دوه طالبان وژلي
خبرونه

د کابل د قره‌باغ ولسوالۍ له روغتونه یو نوی زېږېدلی ماشوم ورک شوی

۷ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790704552]
ایران او امریکا هڅه کوي له وروستیو بریدونو وروسته ځانونه د جګړې ګټونکي وښيي
بهرني خبرونه

د ایران سپاه پاسداران ډونالډ ټرمپ «ستر دروغجن» بللی

۷ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790703973]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د مرموزو وژنو زیاتېدل؛ په غزني کې یو صراف ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.