• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۳۰ وږی ۱۴۰۵ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

بې پولې ډاکټران: د افغانستان په سوېل کې د ماشومانو سخته خوارځواکي په اندېښمنوونکې توګه زیاته شوې ده

۸صبح ۸صبح
۶ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶ [t_time:1782540861]
UNICEFAfg/X@

UNICEFAfg/X@

۸صبح، کابل: د بې پولې ډاکټرانو سازمان (MSF) ویلي چې د افغانستان په سوېلي ولایتونو کې د هغو ماشومانو شمېر چې د سختې خوارځواکۍ له امله د درملنې لپاره د تغذیې روغتيايي مرکزونو ته مراجعه کوي، په اندېښمنوونکې توګه زیات شوی دی.

دغه سازمان جمعه د چنګاښ پر ۵مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د نړیوالو مرستو کمښت، پرله‌پسې وچکالۍ او د طبي خوړو د رسولو په بهیر کې ګډوډي په افغانستان کې د خوارځواکۍ د ناورين د پراخېدو اصلي لاملونه دي.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان زیاته کړې چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له میاشتې تر اپرېل پورې د هغو ماشومانو شمېر چې د سختې خوارځواکۍ له امله د دغه سازمان تر ملاتړ لاندې د افغانستان په سوېل کې په روغتیايي مرکزونو کې بستر شوي، د تېرو درېیو کلونو د همدې مودې د منځنۍ کچې پرتله څه باندې ۳۰ سلنه زیات شوی دی.

د دغه سازمان په وینا، ډېری دغه ماشومان تر یو کال کم عمر لري.

د افغانستان په سوېل کې د بې پولې ډاکټرانو د طبي همغږۍ مسوولې انا لیلیا بانداویلي دي: «ماشومان هغه مهال موږ ته را رسېږي چې روغتیايي وضعیت یې ډېر خراب شوی وي او له داسې ستونزو سره مخ وي چې مخنیوی یې کېدای شو.»

هغې زیاته کړې چې دا وضعیت د خوړو د خوندیتوب د خرابېدو او په هېواد کې د خوارځواکۍ د ژر تشخیص او درملنې د نظام د کمزوري کېدو ښکارندويي کوي.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې د نړیوالو مرستو د پام وړ کمښت د ۴۴۵ روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو یا د فعالیت د ځنډېدو لامل شوی چې په هغو کې ۲۰۳ ګرځنده روغتیايي او تغذیوي ډلې هم شاملې دي.

دغو مرکزونو تر دې وړاندې د خوارځواکو ماشومانو په ژر تشخیص او د درملنې د خدمتونو په وړاندې کولو کې مهم رول درلود.

بې پولې ډاکټرانو خبرداری ورکړی چې پرله‌پسې وچکالیو، د کرنیزو محصولاتو کمښت او د سیمه‌ییزو کړکېچونو له امله د پولو تړل کېدو د خوړو خوندیتوب نور هم کمزوری کړی او ځانګړو روغتايي خوړو ته یې د ماشومانو لاسرسی له ستونزو سره مخ کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې یوازې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې، د هلمند ولایت د بست ولایتي روغتون د تغذیې په روغتيايي مرکز کې پر سختې خوارځواکۍ اخته څه باندې ۱۵۰۰ ماشومان بستر شوي؛ چې دا شمېر د ۲۰۲۲ کال د همدې مودې پرتله تر دوه برابره ډېر دی.

دغه راز، په کندهار ولایت کې هم په همدې موده کې له ۵۷۰ ډېر ماشومان تر درملنې لاندې نیول شوي او د ظرفیت د کمښت له امله تر ۳۰۰ ډېر نور ناروغان نورو روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان له مرستندویانو، روغتیايي چارواکو او اړوندو بنسټونو غوښتي چې په افغانستان کې د تغذیې د پروګرامونو بوديجه ژر تر ژره بېرته فعاله کړي او د طبي خوړو او طبي تجهیزاتو د دوامدارې رسونې ضمانت وکړي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې که اوسنی وضعیت دوام ومومي، لا ډېر ماشومان به له ژغورونکو روغتیايي خدمتونو بې‌برخې شي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

په پروان کې د یونیسف په مالي ملاتړ د اوبو رسولو د څلورو شبکو بیارغونه پیل شوه
خبرونه

په پروان کې د یونیسف په مالي ملاتړ د اوبو رسولو د څلورو شبکو بیارغونه پیل شوه

۲۹ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1789925923]
خبرونه

په غزني کې د ځمکې ښویېدنې پېښه؛ دوه کسان مړه شوي

۲۹ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1789925508]
کابل د ګرد او دوړو په منځ کې؛ خلک د هوا د ککړتیا له زیاتېدو شکایت کوي
راپورونه

کابل د ګرد او دوړو په منځ کې؛ خلک د هوا د ککړتیا له زیاتېدو شکایت کوي

۲۹ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1789925313]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کابل کې د تېر حکومت یو قاضي ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لوګر کې یو قومي مشر په وسله‌وال برید کې ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ځمکې د مالکیت پر سر شخړه؛ په کابل کې د طالبانو یوه جنګیالي دوه وروڼه ووژل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو انکار او د پاکستان ټینګار؛ د ټي‌ټي‌پي د ۱۰ غړو جسدونه افغانستان ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.