۸صبح، کابل: د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې پاکستاني پوځ یو ځل بیا د افغانستان پر حریم تېری کړی او په کابل کې یې د روږدو کسانو د درملنې یو روغتون په نښه کړی دی.
مجاهد دوشنبه د کب پر ۲۵مه په یوې خبرپاڼې کې لیکلي چې په دغه برید کې یو شمېر ملکیانو ته چې ډېری یې روږدي دي، مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړي دا برید «جنایت» بللی او په کلکو ټکو یې غندلی دی.
هغه زیاته کړې: «موږ دغه جنایت په کلکو ټکو غندو او دا ډول عمل د ټولو منل شوو اصولو خلاف بشر ضد عمل بولو.»
له دې وړاندې د کابل ځينو اوسېدونکو د ښار په بېلابېلو برخو کې د چاودنو او ډزو خبر ورکړی و.





