۸صبح، کندهار: سیمهییزې سرچینې وايي چې طالبان په څلورو ولایتونو کې تنقیص شوي جنګیالي بېرته خپلو لیکو کې جذبوي او ځينو ته یې له دندې پرته د میاشتې پنځه زره افغانۍ معاش ټاکلی دی.
سرچینو چهارشنبه د لړم پر ۱۳مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې طالبانو د خپلو هغو جنګیاليو چې شاوخوا یونیم کال مخکې تنقیص شوی و، په کندهار، هلمند، روزګان او زابل کې یې بیا نوملیکنه کړې ده.
د سرچینو په خبره، طالبان دا کسان د «د تاییدي سلنې» پر بنسټ ویشلي او هغوی چې څه باندې «۵۰ سلنه تاییدیه» لري، سرحدي سیمو ته یې لېږلې دي.
هغوی چې له «۵۰ سلنې کمه تاییدیه» لري، په خپلو کورونو کې پاتې کېږي او له دندې پرته د میاشتې پنځه زره افغانۍ معاش ورکول کېږي.
سرچینې زیاتوي چې له دغو کسانو ژمنه اخیستل شوې چې د اړتیا له مخې به د نورو ځواکونو په څېر دندې ته حاضرېږي.
سرچینې وايي چې دا مهال یوازې د طالبانو د دفاع وزارت تنقیص شوي جنګیالي راغوښتل شوي دي.
ویل کېږي چې طالبانو تېر کال خپل سلګونه کسان د بودیجې د کمښت له کبله تنقیص کړي و.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان له پاکستان سره د ترینګلتیاوو له ډېرېدو وروسته هڅه کوي خپل پوځي ځواک پیاوړی کړي.





