۸صبح، کابل: د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د روسیې د امنیت شورا له منشي سرګي شویګو سره پر دوه اړخیزو اړیکو او امنیتي همکاریو خبرې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سهشنبه د تلې پر ۱۴مه په خپرې کړې خبرپاڼې کې لیکلي چې په دې لیدنه کې پر اړیکو، سیمهییز امنیت، د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزې او د دواړو خواوو ترمنځ پر دوه اړخیزو همکاریو بحث شوی دی.
متقي د طالبانو د رسمیت پېژندنې له امله د روسیې له رهبرۍ مننه کړې ده.
نوموړي ویلي چې د سیمهییز امنیت د تامین او له نشهيي توکو سره د مبارزې هڅو ته دوام ورکوي.
هغه له سیمهییزو هېوادونو سره د مستقیمو تماسونو او عملي همکاریو له لارې د اړیکو پر پراختیا ټينګار کړی دی.
سرګي شویګو ویلي چې د دواړو خواوو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې اړیکې په پراخېدو دي.
د روسیې د امنیت شورا منشي ټينګار کړی چې د طالبانو او روسیې ترمنځ به سیاسي مشورو او عملي همکاریو ته دوام ورکړل شي.





