۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره ځانګړي وجهي صندوق (STFA) خبر ورکړی چې د ملګرو ملتونو له ۱۲ بنسټونو سره په یو ګډ پروګرام کې د افغانستان په پنځو شمالي ولایتونو کې څه باندې درې میلیونه کسان په بشري او پراختیايي برخو کې له مرستو او خدماتو برخمن شوي دي.
نوموړي صندوق سهشنبه د تلې پر ۱۴مه په یوه راپور کې ویلي چې د دغو پروګرامونو ۵۳ سلنه ګټه اخیستونکي ښځې او نجونې دي.
د افغانستان لپاره د ځانګړي وجهي صندوق ګډ پروګرام په بلخ، سمنګان، سرپل، فاریاب او جوزجان کې پلي شوی دی.
د راپور پر بنسټ، له ۲.۵ میلیونو ډېرو کسانو بنسټیزو خدماتو او بیارغول شوو زېربناوو ته لاسرسی موندلی دی.
همداراز، څه باندې ۴۵۹ زرو ښځو، ماشومانو او زیانمنو روغتیايي خدمات او ټولنیز – رواني ملاتړ ترلاسه کړی دی.
ورته مهال څه د پاسه ۱۷ زرو کورنیو له اقتصادي ملاتړه ګټه اخیستې ده.
د راپور په یوه برخه کې راغلي چې له څلورو زرو ۳۰۹ کسباوکارونو او متشبثینو سره هم مرسته شوې چې ۷۹ سلنه یې له ښځو سره تړاو درلود.
شاوخوا ۲۹۰ زرو کسانو هم د اقلیمي بدلونونو او وچکالۍ پر وړاندې د مقاومت د پیاوړتیا له پروګرامونو ګټه اخیستې ده.
د راپور پر بنسټ، ۴۲ زرو ۶۰۰ ښځو او نجونو سواد زدهکړو، معیشت، ټولنیز – رواني ملاتړ او ټولنیزو فعالیتونو په پروګرامونو کې ګډون کړی دی.
د افغانستان لپاره ځانګړي وجهي صندوق ویلي چې دا خدمات له ۲۰۲۲ کاله تر ۲۰۲۵ کال پورې په پنځو شمالي ولایتونو کې د بنسټیزو خدماتو، معیشت، اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقاومت او ټولنیز پیوستون د پیاوړتیا په موخه وړاندې شوې دي.





