د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې اوسمهال په ناټو کې د اوکرایین غړیتوب مطرح نه دی او د واشنګټن پام د اوکرایین جګړې پر پای ته رسولو ورټول دی.
ټاس خبري اژانس سهشنبه د اکتوبر پر ۶مه راپور ورکړی چې روبیو په ناټو کې د اوکرایین د غړیتوب په اړه پوښتنې ته په ځواب کې ویلي چې اوسمهال دې پوښتنې ته د «هو» او «نه» ځواب نه شي ویلی.
نوموړي ویلي چې اوسمهال په ناټو کې د اوکرایین د غړیتوب خبره «پر میز نه ده» ځکه داسې پرېکړه د دغه تړون د ټولو غړو تایید ته اړتیا لري.
روبیو زیاته کړې چې اوس د امریکا پام د واکرایین جګړې پر ختمولو ورټول دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې واشنګټن غواړي د اوکرایین جګړې په هواري کې «رغنده رول» ولوبوي.
هغه ویلي چې امریکا د جګړې تحولات څاري، خو اوسنی بهیر د شخړې د هواري پر لور روان نه دی.





