۸صبح، کابل: د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» په اتمه ناسته کې د ګډون لپاره روسیې ته تللی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس حافظ ضیا احمد تکل یکشنبه د تلې پر ۱۲مه په یوه پیغام کې ویلي چې متقي به په دې ناسته کې د افغانستان پر روان وضعیت وینا وکړي.
تکل زیاته کړې چې متقي به د ناستې په څنډه کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره هم وګوري.
ټاکل شوې چې سبا د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» اتمه ناسته جوړه شي او د سیمې هېوادونو جګپوړي چارواکي به پکې برخه ولري.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي و چې په دې ناسته کې به د روسیې، ایران، چین، هند، پاکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان ځانګړي استازي او جګپوړي چارواکي ګډون وکړي.





