ما تل د راتلونکې لپاره هیلې لرلې؛ هغه هیلې چې د رسېدو لپاره مې ورته زدهکړې او هڅې کولې. غوښتل مې یو ورځ څارنواله شم او په کابل کې دنده ولرم؛ د خلکو ترڅنګ اوسم، له حقه دفاع وکړم او داسې څوک واوسم چې تل د عدالت په خوا کې ولاړه وي. د راتلونکې انځور مې روښانه و: غوښتل مې کار وکړم، زیار وباسم او په خپل مټ خپلواک ژوند جوړ کړم. ان د یوه «سپین فورنر» موټر د لرلو هیله مې هم لرله. تصور مې کاوه چې یو وخت به د کار له پای ته رسېدو وروسته په خپل شخصي موټر کې کېنم او کور ته به ځم.
ما ته راتلونکې لرې او مبهمه نه وه، بلکې روښانه انځور یې لاره؛ ځان مې په کابل کې لیده، یوه پیغله، خپلواکه او زیارکښه چې خپل مقام ته د رسېدو لپاره یې کلونه کلونه درس ویلی او زحمت یې ګاللی. غوښتل مې د حق ترڅنګ د درېدو او د هغو کسانو د دفاع لپاره هڅې وکړم چې ښايي غږ یې لږ اورېدل کېږي او اغېزناک کار وکړم.
ارمانونه مې هغه و چې په جزییاتو جوړېږي؛ پوهېدم چې څه غواړم او ان کله کله مې خپله راتلونکې له ټولو جزییاتو سره تصوروله. ځان مې داسې لیده چې سهار له کوره ووځم، خپل کار ځای ته لاړه شم او ورځ مې د قضیو په څېړلو، د خلکو خبرو ته په غوږ نیولو او د عدالت د پلي کولو لپاره په هڅو تېرېږي. غوښتل مې داسې دنده ولرم چې په کې احساس وکړم، حضور مې د ټولنې لپاره ګټور دی؛ داسې دنده چې د هرې ورځې په پای کې له ځان سره ووایم: «نن مې د یوه چا لپاره یو کار وکړ.»
خو کله کله په افغانستان کې بیا یوه پېښه کولی شي هغه راتلونکې بدله کړي چې یو کس د ځان لپاره جوړه کړې وي. د طالبانو په راتګ سره د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړل شوې او ګڼې نجونې له زدهکړو محرومې شوې. ما ته هم دا یوازې د ښوونځي تړل نه و. هغه هیلې چې یو وخت راته بشپړې رښتینې ښکارېدې، ناڅاپه په «خیال» بدلې شوې.
ما نه غوښتل چې د څارنوالې کېدو هیله مې یوازې هیله پاتې شي. نه مې غوښتل چې کلونو زدهکړې او زحمتونه مې بېپایلې شي. غوښتل مې خپله راتلونکې خپله غوره کړم؛ کار وکړم، خپلواکه واوسم او د خپل ولس خدمت وکړم. خو نن مې ارمانونه په ټپه درېدلې دي.
د ښوونځیو له تړل کېدو سره له داسې راتلونکې سره مخ شوم چې خپله مې نه ده غوره کړې. نه مې غوښتل له خپلو ارمانونو او هیلو لاس واخلم. نه مې غوښتل ومنم چې د کلونو هڅې، زدهکړې او هیلې مې یوازې د دې لپاره وې چې یو ورځ هر څه ودرېږي. خو ځینې ټپونه د انسان په خوښه نه رغېږي.
کله چې ښوونځی تړل کېږي، یوازې یوه ودانۍ نه تړل کېږي؛ بلکې کله کله د یوې نجلۍ د ژوند لوری بدلوي؛ هغه چې کولی شوای سبا ډاکټره، قاضۍ، څارنواله، ښوونکې، خبریاله یا سوداګره شي، مجبورېږي چې په کور کې پاتې شي او داسې راتلونکې ننداره کړي چې ورځ تر بلې ترې لرې کېږي.
زما ارمانونه هم همداسې نیمګړي پاتې شول: د څارنوالې کېدو ارمان؛ په کابل کې د کار کولو ارمان؛ د خلکو د خدمت کولو ارمان؛ د حق ترڅنګ د درېدو ارمان؛ د عاید او مالي خپلواکۍ لرلو ارمان؛ د یوه سپین فورنر موټر ارمان، په هغو پیسو چې ما به خپله ګټلې وې؛ او ښايي تر ټولو مهمه دا چې د داسې انسان ارمان چې خلک پرې باور وکړي او په ښه نوم یې یاد کړي.
دا لویې هیلې نه وې؛ دا هغه هیلې وې چې یوې نجلۍ په زدهکړو او هڅو کولی شوای ورورسېږي. خو په افغانستان کې د ډېرو نجونو لپاره ان ساده ارمانونو ته رسېدل هم پر داسې امتیاز بدل شوي چې ترې تړول شوي دي.
نجونې له زدهکړو، پوهنتون او له ډېرو کاري بوختیاوو محرومې شوې. د نجونو پر ژوند محدودیتونه هم زیات شوي او د ازادۍ او انتخاب حق ترې اخیستل شوی. هغه ښځه چې غوښتل یې زدهکړې وکړي، کار وکړي او د خپلې ټولنې لپاره ګټوره واوسي، مجبوره شوې له هغو لوړو دېوالونو سره مخ شي چې خپله یې نه دي جوړ کړي. زه هم د ډېرو نورو افغان نجونو په څېر مجبوره شوم د خپلو ارمانونو او راباندې د تپل شوي واقعیت ترمنځ ودرېږم.
بیا هم نه غواړم باور وکړم چې دا د ارمانونو پای دی. ښايي نن ونه شم کړای هغې راتلونکې ته ورسېږم چې د ځان لپاره مې جوړه کړې وه، خو هیله لرم یوه ورځ به د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بېرته پرانیستل کېږي؛ داسې ورځ چې وکړای شي په ازاد ډول زدهکړې وکړي، کار وکړي او د خپلې راتلونکې په اړه خپله پرېکړه وکړي.
ښايي پر هغې ورځ مې د څارنوالې کېدو خوب بېرته له خیاله پر «امکان» بدل شي. او ښايي یوه ورځ رښتیا هم د هماغه سپین فورنر د شټرینګ تر شا کېنم او په کابل کې د یوې کاري ورځې له پای ته رسېدو وروسته له ځان سره ووایم: دا وار مې ارمان چا راڅخه ونه تروړه.





