۸صبح، کابل: طالبانو اعلان کړی چې پرون ۱۰۰ کورنۍ چې ۴۶۲ کسان کېږي، په جبري توګه افغانستان ته راستنې شوې دي.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت سه شنبه د لړم پر ۱۲مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ۶۵ کورنۍ چې ۲۰۳ کسان کېږي، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.
د دې خبرپاڼې له مخې، ۱۲ کورنۍ چې ۶۲ کسان کېږي، د ننګرهار د تورخم له لارې او څلور کورنۍ چې ۲۷ کسان کېږي، د کندهار د سپینبولدک له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
دغه راز، ۱۹ کورنۍ چې ۷۱ کسان کېږي، د هرات د اسلامکلا له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.





