په ریاض کې د امریکا سفارت خپلو وګړو ته پر هوايي ډګرونو د احتمالي بریدونو، د هوايي حریم د تړل کېدو، د الوتنو د لغوه کېدو او د سفرونو د ګډوډېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.
دغه سفارت دوشنبه د نومبر پر ۲مه، ویلي چې حوثیانو تر دې مخکې د سعودي عربستان هوايي ډګرونه او مهمې زېربناوې په نښه کړې دي.
د امریکا سفارت زیاته کړې چې د نښتو د پراخېدو او نورو سیمو ته د غځېدو احتمال هم شته.
امریکا له خپلو وګړو غوښتي چې له سفر مخکې د خپلو الوتنو وضعیت په مستقیم ډول له هوايي شرکتونو او هوايي ډګرونو سره وڅېړي.





