ایراني رسنیو د قشم په ټاپو کې د پنځو چاودنو د اورېدل کېدو خبر ورکړی دی.
د ایرنا خبري اژانس سه شنبه د نومبر پر ۳مه، راپور ورکړی چې په قشم کې پنځه چاودنې شوې دي.
له دې سره هممهاله، امریکايي چارواکو پر دغه ټاپو د هوايي بریدونو کول تایید کړي دي.
والسټریټ ژورنال هم د امریکايي چارواکو په حواله لیکلي چې د دغه هېواد پوځ په قشم ټاپو کې ځینې هدفونه په نښه کړي دي.
د راپورونو له مخې، تر هغې وروسته چې د ایران سپاه پاسداران د امریکا پر یوې الوتکې ډزې وکړې، یوې امریکايي جنګي الوتکې د ایران له ځمکې هوا ته د توغندیو د توغولو یوه دستګاه له منځه وړې ده.





