• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۷ تله ۱۴۰۵ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

مور مې؛ هغه ښوونکې چې څه باندې پنځلس کاله یې د ژوند الفبا تدریس کړه

طوبا اسلام‌زۍ طوبا اسلام‌زۍ
۷ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790690629]
UNICEF

UNICEF

په یوه ګرمه ورځ، د لمر وړانګې د ښوونځي له کړکیو پر ټولګي لګېدې. زده‌کوونکې ارامې پر خپلو څوکیو ناستې وې او د لمر رڼا پر کتابونو او تختې خپره وه. هغوی به هره ورځ د دغې رڼا په لیدلو هوډ کاوه چې لا ډېر څه زده کړي او د راتلونکي لپاره هڅې وکړي. هر وار چې دا صحنه رایادېږي، د یوه کس انځور مې په ذهن کې راژوندی کېږي؛ هغه ښځه چې په مهربانۍ، رښتینولۍ او سرښندنې یې د ډېرو زده‌کوونکو ژوند بدل کړ. هغه ښځه مې مور ده.

مور مې شازیه اسلام‌زی نومېږي. هغې په ۲۰۰۶ کال کې د ښوونکې په توګه دنده پیل کړه او له پنځلسو کالو ډېر یې په مینه او لېوالتیا تدریس وکړ. له ماشومتوبه یې هیله وه چې ښوونکې شي؛ ځکه باوري وه چې کولی شي د ښوونې او روزنې له لارې ځوان نسل وروزي او ټولنې ته خدمت وکړي. د تدریس په ټولو کلونو کې یې تل له ځان سره ژمنه کړې وه چې په خپله دنده کې به رښتینې، مسووله او صادقه وي. هغې هېڅکله ښوونه یوازې یوه دنده نه ګڼله، بلکې ستر رسالت یې باله.

د مور د ښوونکې کېدو کیسه یوازې د هغې د یوه ارمان د پوره کېدو کیسه نه وه؛ بلکې د یوې کورنۍ د ژغورنې کیسه هم وه. کله مې چې پلار وفات شو، هېڅ د عاید سرچینه مو نه لرله. ژوند ډېر سخت شوی و او راتلونکی ناڅرګند ښکارېده. په هماغو سختو ورځو کې مې مور پرېکړه وکړه چې په خپل ټول وس کار وکړي. هغه ښوونکې شوه؛ هم د خپل ارمان د پوره کولو او هم د خپلو څلورو اولادونو د راتلونکي د جوړولو لپاره. په هماغه لږ معاش یې د کور ټول لګښتونه برابرول او هېڅکله یې اجازه نه راکوله چې د ناهیلۍ احساس وکړو.

مور مې تل ویل چې دا معاش یې حلاله مزدوري ده. که څه هم عاید یې کم و، خو عجیب برکت یې درلود. څومره به چې مصرفېدې، بیا هم ژوند روان و او د کورنۍ اساسي اړتیاوې به پوره کېدې. هغې د حامد کرزي له حکومت نیولې د محمد اشرف غني د حکومت تر کلونو خپلې دندې ته دوام ورکړ. ان د حکومت له بدلون وروسته یې هم څه موده تدریس کاوه، خو د وخت په تېرېدو ستونزې ډېرې شوې؛ معاشونه کم او ښځینه ښوونکو ته شرایط ستونزمن شول.

له دغو ټولو ننګونو سربېره به مې مور تل ویل چې ښوونه او روزنه سپیڅلې دنده ده؛ ځکه د انسانانو ښوونه او روزنه ډېر ارزښت لري او هېڅکله له خپل مسوولیته ستړې نه شوه. هغه باوري وه چې که یو ښوونکی/ښوونکې په رښتینولۍ دنده وکړي، د خپلو هڅو پایله به هم په دنیا او هم په آخرت کې وویني. تل به یې ویل: «ښوونکې/ښوونکی باید په وجدان کار وکړي، ځکه د یوه نسل راتلونکی یې په لاس کې دی.»

د اوسنۍ واکمنۍ په راتګ د ډېرو ښوونکو شرایط بدل شول. مور ته مې د دې لارې دوام سخت شول. که څه هم له تدریس سره یې مینه او لېوالتیا ډېره وه، په پایله کې یې پرېکړه وه چې نور له دندې لاس واخلي. دا پرېکړه ورته اسانه نه وه؛ ځکه د ژوند خواږه پنځلس کاله یې په درسي ټولګیو کې تېر کړي و.

مور مې تل ویل چې د ښوونکې په توګه یې هڅه کړې چې د رښتینولۍ او مسوولیت‌ بېلګه اوسي. هغې ویل چې هېڅکله یې اجازه ورنه کړه چې د ژوند ستونزې یې له خپلو زده‌کوونکو سره پر چلند اغېز وکړي. هره ورځ به له هیلې سره ټولګي ته ننوتله او هڅه یې کوله چې زده‌کوونکي یې هره ورځ نوي څه زده کړي.

ماته مې مور یوازې مور نه وه؛ هغه مې د ژوند لومړنۍ ښوونکې هم وه. ما په هماغه ښوونځي کې زده‌کړې کولې چې مور مې پکې ښوونکې وه: «خانه نور». هغې ټول دا کلونه په همدغه ښوونځي کې تېر کړل او بل ښوونځي ته لاړه نه. څه باندې پنځلس کاله یې په مینه همدلته خدمت وکړ. تل به یې ویل: «څوک چې په رښتینولۍ کار وکړي، هېڅ خنډ یې د پرمختګ مخه نه شي نیولی.» ښايي همدا رښتینولي وه چې د ښوونځي مدیرې، همکارانو او زده‌کوونکو یې ورته ډېر درناوی درلود. هغې له ښوونځي سره دومره مینه لرله چې هېڅکله یې نه غوښتل ترې لاړه شي.

په هغو ورځو کې چې له مور سره به ښوونځي ته تلم، د ژوند خوږې شېبې مې دي. په لار کې به یې د خپلو زده‌کوونکو کیسې کولې؛ د هغو نجونو او هلکانو په اړه چې په شوق یې زده‌کړې کولې، د ټولګي د خوږو خاطرو، د خندا شېبو او ان د هغو ستونزو په اړه چې په صبر او مهربانۍ به حل کېدې. کله به چې له ښوونځي کور ته ستنېدو، بیا به یې د هماغې ورځې د پېښو په اړه راته ویل. ما به یې په مینه خبرو ته غوږ نیوه او داسې مې احساسوله چې د ښوونې او روزنې دنده یوازې تدریس نه دی، بلکې د راتلونکي جوړول هم دي. سره له دې، د خپلو هڅو، رښتینولۍ او د تدریس د ښې بڼې له امله څو وارې د ښوونځي غوره ښوونکې شوه. دا بریا ورته ډېره ارزښتمنه وه؛ ځکه د کلونو زحمت او سرښندنې پایله یې وه.

په افغانستان کې د شرایطو له بدلېدو وروسته مې مور مجبوره شوه چې کډوالۍ ته مخه کړي. له ښوونځي او خپلو زده‌کوونکو لرې کېدل ورته سخت و. کلونه کلونه به هر سهار په شوق ټولګي ته تلله، خو اوس هغه ژوند نور پای ته رسېدلی دی. نور تدریس نه کوي، خو لا هم کله چې د ښوونې او روزنې ورځې یادوي، څېره یې له احساساتو ډکېږي. کله کله د خپلو زده‌کوونکو خوږې خاطرې په موسکا یادوي او کله بیا په خپګان د هغو ورځو په اړه خبرې کوي چې نه پوهېږي بیا به کله تکرار شي.

که نن زه، خویندې او وروڼه مې توانېدلي یو چې د ژوند لپاره خپله لاره ومومو، ستره برخه یې د مور له سرښندنې سره تړاو لري. هغې مو په هماغه لږ معاش راتلونکی جوړ کړ او اجازه یې ورنه کړه چې له زده‌کړو لرې پاتې شو. تل راته وایي: «که غواړئ په ژوند کې ښه مقام ته ورسېږئ، خپل نیت پاک وساتئ، له خلکو سره ریښتیني اوسئ او هېڅکله له سمې لارې مه اوړئ.»

کله چې د مور د ژوند په اړه فکر کوم، د ښوونې او ښوونکي پر ارزښت پوهېږم. هغې په تدریس یوازې کتاب نه راښود؛ بلکې هیله، اخلاق او انسانیت یې هم را زده کول. نننیو شرایطو اړه کړه چې په یوې بلې جغرافیې او په یوې بلې برخه کې کار وکړي؛ خو له ښوونې او روزنې سره یې مینه لا هم د پخوا په څېر په زړه کې ژوندۍ ده. کله چې د ښوونځي د ورځو په اړه خبرې کوي، سترګې یې له اوښکو ډکېږي. کله کله خپلې زده‌کوونکې په موسکا یادوي او کله بیا په ارمان وايي: «هغه کلونه څومره ژر تېر شول.»

هغه وايي هیله لري یو ځل بیا ټولګي ته ننوځي، د خپلو زده‌کوونکو مخې ته ودرېږي، نومونه یې واخلي او بیا تدریس وکړي. د هغې په باور، هېڅ دنده د ښوونې او روزنې له دندې خوندوره نه ده؛ ځکه ښوونکی/ښوونکې د یو نسل راتلونکی جوړوي. مور مې په ټول ځان له افغانستان سره مینه لري. کله چې د وطن خبره شي، د خلکو، ښوونځيو او زده‌کوونکو یادونه یې کوي؛ ډېر یې پر هغو نجونو زړه سوځي چې نن له زده‌کړو بې برخې دي.

تل وايي: «کاش بېرته ټولې افغانې نجونې په ډاډه زړه ښوونځي ته لاړې شي، درس ووايي او خپله راتلونکې جوړه کړي.» هغه باوري ده چې افغان نجونې وړتیا لري او که اسانتیاوې ورته برابرې شي، کولی شي په هره برخه کې بریالۍ شي.

کله چې د مور پر ژوند فکر کوم، ګورم چې هغه یوازې ښوونکې نه وه؛ هغه ښځه وه چې په صبر، ریښتنولۍ، ایمان او هڅو یې هم خپله کورنۍ جوړه کړه او هم یې د سلګونو زده‌کوونکو د راتلونکې په جوړولو کې برخه واخیسته. هغې را زده‌ کړل چې بریا په پیسو نه شي ترلاسه کېدی، بلکې په ریښتنولۍ، هڅو، پاک نیت او نورو ته په خدمت ترلاسه کېږي.

نن مې چې هره بریا ترلاسه کړې، د مور د سرښندنو پایله ده. هغې په خپلو هڅو هیله راکړه، د ژوند لار یې راته وښوده او ثابته یې کړه چې یوه ښوونکې نه یوازې د خپلو زده‌کوونکو، بلکې د یوې کورنۍ برخلیک هم بدلولی شي. له همدې امله، کله چې د «ښوونکې» نوم اورم، تر هر چا وړاندې مې مور رایادېږي؛ هغه ښځه چې په مینه یې تدریس وکړ، په رښتینولۍ یې ژوند وکړ او په سرښندنې یې د خپلو اولادونو راتلونکی جوړ کړ.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

یوناما: ژورنالیزم په نړۍ کې له کمسارو فشارونو سره مخ دی
خبرونه

د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبانو شاوخوا ۳۰۰ خبریالان او رسنیز کارکوونکي نیولي

۷ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790691682]
د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبانو د افغان غږ خبري اژانس دفتر تړلی او یو خبریال یې نیولی
خبرونه

د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبانو د افغان غږ خبري اژانس دفتر تړلی او یو خبریال یې نیولی

۷ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790691348]
ملګرو ملتونو د ۱۵۰۰ افغان متشبثو ښځو د مالي ملاتړ خبر ورکړ
خبرونه

ملګرو ملتونو د ښځو په مشرۍ له کاروبارونو د ملاتړ او سېلابونو پر وړاندې د مقابلې خبر ورکړ

۷ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790686373]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کندوز کې یو ډاکټر ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ناروې د کډوالو شورا: زلزله‌ځپلو سیمو ته ژغورن‌ډلې لېږل شوې دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.