سوله، څه وخت او څنګه راځي؟
سوله، څه شي او ولې معطل کړې؟
موږ ولې- تر خپله منځه- سولې ته نشو رسېدای!؟
نیمه پېړۍ جنګ، او دومرهمهال سولې او ټیکاو لپاره چیغې؛ څه درس ځان سره لري؟
اوس مو سترګې دوحې ته نیولي دي؛ خو ډاډه نه یو، چې پایله به یې زما او بل لپاره، د سر، آزادۍ او مال، خوندیتوب لوی زیری شي!
جګړه په انسان او وسلې، ودانه ده! خو چې انسان ونغواړي، اټوم هم ویده کاڼی دی!
انسان څنګه د وسلې په لاس، «انسان» له مرۍ را نیسي!؟
وسله، د غره په ګېډه کې ویده ماده ده؛ خو چې انسان د بل پر سر و آزادۍ او مال، بخيل شو؛ نو بیا په عاقل جادوګر استحاله مومي او دغه ویده ماده، د قتل په چړې بدلوي او دې سره زمکه، د (هابیل و قابیل)، په رزمګاه بدلېږي! دومره ښېرې، دومره بدې ردې، او دومره غچ اخستونکې ادعاوې، چې موږ د قابیل پر خلاف کړي او درګرده یې کوو، له کتابه هم څڅېږي!
نه چې قابیل مخکې له دې چې د (بل) په هویت کې فتحه شي، زما و ستا و هغه، پر ذهن و روان را ننوتی، او ټول یې له ستوني نیولي، د یو بل قتل په وسپنیز قفس کې بندیان کړي یو!؟
نېږدې او شونې چاره: راځئ د لنډ وخت لپاره، د یو بل غاړه خوشې کړو او له خپل فکر و باور و اخلاقو او عادتونو څخه د قتل نیت، باور و اراده، د تاریخ په حافظه کې وڅنډو، چې را روانو نسلونو ته د عبرت کتیبه شي! ذهن د بل سر، آزادۍ او مال ته د پلمو جوړولو کارخانه ده! نو که دین و الله پلمه وي، معنویت خو د وګړي شخصي تجربه ده. خدای ته ورتګ- د هر وګړی، ځانله ځانله دی. خدای د ټولو ژوندو دی او ژوندي د هغه دي. د ژوند او برخلیک ګټلو په چاره کې به یا د وګړي اراده چلېږي، یا د یوازني خدای! وروستۍ دا چې: که زه د چا د سر، آزادۍ او مال ته سترګې ونه نیسم، د جګړې، شخړې، ورانۍ او تباهۍ لپاره به څوک پاتې شي!؟
ښایي د نیمې پېړۍ جنګ و شخړې لوی درس دا وي، چې ټوله بدي د انسان د نفسي ذهن، محصول ده!




