۸صبح، کابل: سیمهییزې سرچینې وايي، په ننګرهار ولایت کې ناپېژاندو وسلهوالو یو کس پر ډزو ویشتی چې له کبله یې هغه ژوند بایللی دی.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې مقتول خانولي نومېده او دوشنبه د وري پر ۷مه، مازدیګر شاوخوا ۵:۰۰ بجې د پچیراګام ولسوالۍ په «سلیمانخېل تنګي» کې وژل شوی دی.
خانولي په اصل کې د ننګرهار ولايت اوسېدونکی و؛ خو په سعودي عربستان کې یې ژوند کاوه.
د سرچينو په خبره، یاد کس د یوې مېلمستیا لپاره هېواد ته راستون شوی و.
تراوسه د خانولي د وژنې انګیزه څرګنده نه ده.
طالبانو هم تر دې دمه په دې هکله څه نه دي ویلي.
په دې وروستيو کې د هېواد بېلابېلو سيمو، په ځانګړې توګه ننګرهار ولايت کې مرموزې او هدفي وژنې زياتې شوې دي.
د همدې اوونۍ شنبه ورځ هم د دغه ولایت د سپین غر ولسوالۍ په «خرګني» سیمه کې ناپېژاندو وسلهوالو یو کس پر ډزو وواژه.