په هېواد کې د جمهوري نظام تر ناببره سقوط وروسته واک ته د طالبانو رسېدل، او د مخکیني حکومت د زرګونه نظامیانو او کارکوونکو بې برخلیکي د دغو نظامیانو د نیولو او وژلو له اصلي لاملونو ګڼل کیږي. واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، د دې ډلې د مشر ملا هبت الله له لوري د عمومي بښنې له اعلان سره سره، په ځلونو مخکیني نظامیان نیول شوي، ربړول شوي او ویشتل شوي دي. د شته رپوټونو له مخې، د مخکنیو نظامیانو وژل کېدل د طالبانو په یوه مهمې موخې بدل شوي دي.
واک ته د طالبانو رسېدل یوازې د مخکنیو نظامیانو په وژلو لامل نه دی، بلکې د دې ډلې حکومتولي د دې لامل شوې چې د دې ډلې یو شمېر قوماندانان او کسان هم له نظامي دندې نه په ګټې اخیستیو د هغو کسانو په نیولو، ربړولو او وژنو لاس پورې کړي چې شخصي دښمنۍ یې ورسره لرلې ده.
د ۸ صبح ورځپاڼې د رپوټ له مخې، له یوې میاشتې په کمه موده کې په هرات کې لږ ترلږه ۹ جسده موندل شوې دي. د ۸صبح ورځپاڼې د رپوټ له مخې د سږکال د تلې په ۷مه او ۸ د هرات د کهسان ولسوالۍ د تیرپل او اسلام کلا په سیمو کې د دریو تنو جسدونه پيدا شوي دي. یوازې په دوو ورځو کې د درېیو جسدونو پیدا کېدو د سیمې اوسېدونکي د ناامنیو زیاتېدو ته اندېښمن کړي دي. د هرات د اسلام کلا سیمې اوسېدونکي وايي چې مرموزې وژنې په اندېښمنوونکي توګه زیاتې شوي او کله هم د دغسې وضعیت شاهدان نه وو.
نذیر احمد یو له هغو قربانیانو دی،چې جسد یې د پنجشنبې پر ورځ د تلې پر اوومه د هرات د کهسان ولسوالۍ د تیر پل په سیمه کې پیدا شو. د دغه وژل شوي کس يو خپلوان چې نه غواړي هویت یې څرګند شي، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل:« نذیر احمد نرم اوبې بدو سړی و. له هېچا سره یې بدي نه لرله. زموږ په خپلوانو کې هېچا فکر نه کاوه چې نذیر احمد له دې پيښې سره مخ شي»
د دغه ځوان د خپلوانو په وینا، کله چې نذیر احمد له کوره وتلی و، نږدې یوه اونۍ یې د هغه په تړاو هېڅ معلومات نه لرل، خو له یوې اونۍ وروسته یې د تیرپل په سیمه کې د هغه جسد پیدا شوی دی.
بل خوا په هرات کې يوه بله سرچينه ۸صبح ورځپاڼې ته وايي چې د تلې مياشتې په لومړيو کې طالبانو د دغه ولايت په چله خانه سيمه کې لومړی دوه تنه وژلي او وروسته يې همالته خښ کړي دي. دغه سرچينه زياتوي:« په افغانستان کې مرموزې وژنې په مخکنيو نظاميانو پورې اړوند دي، په ځانګړې توګه په هرات کې.» هغه زياتوي:« په خپله مې په خپلو سترګو د چله خانې په درې نور سيمه کی طالبان وليدل چې دوه ساعته هوايي ډزې کولې چې خلک وويرېږي او تنګي ته ورنه شي.خو په خپله هغوی په آرامو اعصابو دوه کسه مظلومانه شهيدان کړل او په ډاډه زړه يې همالته خښ کړل او له سيمې ولاړل.» دغه سرچينه زياتوي چي د دغو دوو تنو جسدونه له دغې پېښې دوه ورځې وروسته يوه شپانه وليدل، په داسې حال کې چې سپيانو دغه جسدونه له خاورو را اېستلي وو.
دغه سرچينه تاييدوي چې طالبانو په دې تړاو هېڅ اطلاع رسونې ونه کړه او ان د وژل شويو کسانو هويت يې هم نه دی په ډاګه کړی.
د ۸صبح ورځپاڼې موندنې ښيي، چې د سږکال د تلې پذ ۲۵مه د هرات د بادمرغان سيمې په فيض دوست مارکيټ کې د يوه سړي مړی پيدا شوی دی. سرچينه تاييدوي چې دغه کس د يو څه مودې لپاره په دغه مارکېټ کې کوټه لرله خو ناڅاپه وژل شوی او جسد يې په دغه مارکېټ کې پيدا شوی دی.
د ۸ صبح ورځپاڼې موندنې ښيي چې دغه شاواخوا څلويښت کلن سړی د بدخشان ولايت اوسيدونکی و او د يو څه مودې لپاره په هرات ښار کې مسافر و او د شپې د تېرولو لپاره يې يوه کوټه په کرايه نيولې وه.
بل خوا د هرات په حوزوي روغتون کې سرچينې وايي چې د وروستيو اونيو په لړ کې ددغه روغتون عدلي طب ته ډير جسدونه لېږدول شوي دي.
د هرات په حوزوي روغتون کې يوه سرچینه تاييدوي چې د سږکال د تلې مياشتې په اواسطو کې د ګذرې ولسوالۍ په زيارت جاه سیمه کې د يوه کروندګر له لوري د درېيورتنو جسدونه کشف شوي او د دغه روغتون د عدلي طب څانګې ته لېږدول شوي دي.
دغه سرچينه زياتوي چې د دغو دريو تنو جسدونه د پېژندلو وړ نه وه او شاواخوا درې مياشتې وړاندې وژل شوي وو. د طالبانو ډلې تر اوسه د دغو ادعاوو په تړاو څه نه دي ويلي.