۸صبح، کندهار: سیمهییزې سرچینې وايي چې د یوه ځوان مړی چې په مرموز ډول وژلی شوی، د کندهار عینو مېنه اړوند سیمه کې موندل شوی دی.
سرچینو چهارشنبه د زمري پر ۲۱مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې دا ځوان مقصوداحمد احمدي نومېده او د روزګان د مرکز ترینکوټ ښار اصلي اوسېدونکی و.
د سرچینو په خبره، د دغه ځوان مړی داسې مهال موندل شوی چې په جیب کې د هویت کارټ هم و او د دغه کارټ له مخې ۲۱ کلن و.
سرچینې زیاتوي چې دا ځوان لومړی په مرموز ډول وژل شوی او وروسته یې مړی د عینو مېنې په غرونو کې غورځول شوی دی.
تر اوسه د دغې پېښې لامل څرګند نه دی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د مرموزو وژنو پېښې ډېرې شوې دي.
سرچینو پرون خبر ورکړی و چې د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې یوه ښځه په وحشیانه توګه وژل ده.





