د ننګرهار اوسېدونکي، ولایتي شورا او د ولسي جرګې غړي وايي چې طالبان دې په قطر کې د سولې د روانو خبرو اترو پر مهال د امتيازاتو پرځای د جګړې درولو فکر وکړي.
خو د لغمان اوسیدونکو بیا د جمهوریت د ملاتړ ترڅنګ له ښکیلو خواوو وغوښتل چې سولې ته د رسېدو په موخه دې زرترزره اوربند وکړي.
دا ولسي غونډه چې د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې جوړه شوې وه، د قطر د سولې له مذاکراتو ملاتړ وشو او له حکومت او وسله والو طالبانو وغوښتل شول چې اوربند وکړي او سولې ته لار هواره کړي.
د ولسي جرګې غړي ميرويس ياسيني خبرداری ورکړ، که په قطر کې د افغان سولې خبرې پايله ورنکړي، د افغانستان وضیعت به بدلون وکړي.
همداراز ياسيني پر طالبانو غږ وکړ چې د سولې په روانو مذاکراتو کې دې د امتيازاتو پرځای، افغان ولس له جګړې خلاص کړي.
په دې ولسي غونډه کې د ننګرهار د ولايتي شورا غړي اجمل عمر هم د جګړې له اړخونو د اوربند غوښتنه وکړه او افغان حکومت او وسله وال طالبان يې سولې ته وهڅول.
هغه وويل چې د جګړې قرباني ولس دی، حکومت او طالبان دې د ولس په خاطر نور له جګړو لاس واخلي او سوله دې وکړي.
د غونډې بل ويناوال او د کابل پوهنتون استاد سيد اکبر له اوسني وضعيته د افغانستان د خلاصون او په هيواد کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره له ټولو ولايتونو د يوه ولسي حرکت د پيلېدو غوښتونکی شو.
خو د ولسي جرګې غړي ميرويس ياسيني بيا وويل چې د ختيځو ولايتونو د ځوانانو په ملتيا يې د داسې يو حرکت د پيل هڅې پيل کړې چې پر افغان حکومت، طالبانو او نړيوالې ټولنې د خپلو غونډې، لاريونونو او نورو اعتراضونو له لارې فشار راوړي چې جګړه پای ته ورسوي.
بل لور ته د ننګرهار ګاونډ، د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې هم ولسونو د جمهوریت دفاع، د سولې او اوربند غوښتنه وکړه.
د لغمان سلګونو دیني عالمانو، قومي مشرانو، ځوانانو، مدني فعالانو او د ولسوالۍ مسئولینو په دې غونډه کې وویل چې افغانان له جنګ جګړو ستړي شوي؛ نو ټولو لوریو ته پکار ده، چې ژر اوربند وکړي.
دوی پر طالبانو غږ وکړ، چې نور دې له جګړې لاس واخلي. دغو سلګونو خلکو په قطر کې د حکومت پر مذاکراتي پلاوي او طالب استازو غږ وکړ، چې د شخصي ګټو پر ځای دې د هېواد اساسي ګټې په پام کې ونیسي او په پوره زغم دې زرترزره بین الافغاني خبرې پیل کړي.
په ختیځو ولایتو کې د سولې په تړاو ټولو وګړو د جګړي د زر درېدو غوښتنه پداسې حال کې کوي چې پدې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سېمو کې تاوتریخوالي زور اخیستی په ځانګړي ډول د هلمند جګړې خلک اندېښمن کړي چې له امله یې زرګونه کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودلو ته اړ شوې او دواړو غاړو ته هم درنه مرګ ژوبله اووښتې ده.
په دواړو غونډو کې د قطر په مرکز دوحه کې د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی د تائيد وړ وباله او د د دواړو اړخونو له مذاکراتي پلاوي څخه یې د سولې په خبرو اترو کې د نرمښت غوښتنه وکړه.




