• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۰ تله ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د ننګرهار د ولایتي شورا رییس: اسلام‌ آباد له طالبانو هراړخیز ملاتړ کوي

محمد زمان سهیل

 محمد زمان سهیل محمد زمان سهیل
۳ زمری/اسد ۱۴۰۰ - ۲۵ جولای ۲۰۲۱ [t_time:1627193749]

په افغانستان کې جګړې تر بل هر وخته زیات زور اخيستی او هره ورځ دواړو خواوو ته د لسګونه تنو د مرګ ژوبلې خبرونه خپرېږي.
د ننګرهار د ولایتي شورا رئیس احمد علي حضرت وايي چې پاکستان له طالبانو ملاتړ کوي او آن د جګړو په لیکو کې د طالبانو ترڅنګ پاکستانیان هم لیدل شوي دي.
د ننګرهار د ولايتي شورا رئیس څرګنده کړه: « ترڅو چې د پاکستان حکومت په پنجاب، لاهور او اسلام اباد کی وینه بهیدل ونه ګوري له افغانستانه لاس نه اخلي.»
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د سولې مرکچې پلاويو ترمنځ ناستې پيل شوې دي او خلک یې هیله من کړي دي.
ځینې دا ناسته د لنډمهاله اوربند او بیا دایمې سولې لپاره ښه پېلامه بولي، خو یو شمېر نور بیا په دې نظر دي، چې دا وړ ناستې هېڅ درد نه دوا کوي او باید خلک پرې تېر نه ایستل شي.
په ایران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې په پردیو لوکسو تالارونو کې سولېدلې او بې ګټې خبرې د خلکو پر حالت، هیلو او غوښتنو تمسخر دی.
غفور لېوال وړاندې لیکلي: «دا دروغجن سیاسي ادبیات باید د سولې په رښتینو ادبیاتو داسې بدل شي او ووایي چې موږ ژمنه کوو، چې له (الف) تاریخ څخه بې قیدو شرطه اوربند کوو.
موږ عملي اقدام کوو، چې سرله ننه هېڅ ملي بنسټ او عامه وداني نه ړنګوو، نه یې لوټوو او هېڅ افغان انسان نه وژنو.
موږ ژمنه کوو، چې د ملي حاکمیت په چوکاټ کې ټول په یوه پیاوړي حکومت کې سره شریک کېږو، چې خلکو ته کار، ډوډۍ او وطن ته ملي او نړیوال حیثیت وروبښلی شي او وطن د هر بهرني «هربهرنی، لرې، نږدې، ګاونډی، مسلمان، کافر او هریو…» له لاسوهنو څخه خوندي شي.»
په ایران کې افغان سفیر لیکلي، چې تر دې هاخوا نصحیتونو، وعظونو، پندنامو او سیاسي موعظو، چې ترشا یې په عمل کې خلک وژل کیږي، وطن ویجاړیږي او د ګاونډیو استخبارات راننه ایستل کیږي، خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی.
د افغان سولې او جګړې په مسئله کې هر مهال توندې نیوکې پر پاکستان وي، په همدې اساس د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین ویلي، پاکستان تل په افغانستان کې منفي لاسوهنه کړې ده.
پښتین ویلي، چې په افغانستان کې د پاکستان منفي لاسوهنې په تېر تاریخ کې ټوله سیمه له بربادۍ سره مخ کړې ده او په باور يې دا ځل به يې هم پایله همدا ډول بربادي وي.
منظور پښتین زياته کړې چې، که هر ډول وي د پاکستان د دا ډول لاسوهنې مخنیوی اړین دی، ځکه دا سیمه ننګولی شي.
د قطر له دوحې راپورنه وايي چې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر ویلي، د سولې له خبرو باید ولسونه ناهیلي نه شي.
ملا برادر ویلي، چې اوس خبرې حساس پړاو ته رسېدلي او هڅه دا ده، چې یوې هوکړې ته سره ورسېږي.
په دوحه کې د افغان پلاوي او د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله ویلي، جګړه د حل لاره نه ده او د روانې جګړې ګټونکي هم یوازې او یوازې افغان اولس دی.
د سیاسي چارو شنونکي د دواړو لوریو څرګندونې، هغه تکراري سیاسي عبارتونه بولي، چې وايي اوس هېڅ رنګ نه دی ورپاتې او که لوري غواړي اولس ته ځان ثابت کړي باید کړې ژمنې عملي کړي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د هېواد په ختیځ کې زرګونه زلزله‌ځپلې کورنۍ سرپناه نه لري
خبرونه

یونیسف: د کونړ، ننګرهار او لغمان زلزله‌ځپلي د ژمي په را رسېدو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

۲۲ تله/میزان ۱۴۰۴ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۵ [t_time:1760385153]
یونیسف: د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې څه باندې نیمايي قربانیان ماشومان دي
خبرونه

یونیسف: د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې څه باندې نیمايي قربانیان ماشومان دي

۲۵ وږی/سنبله ۱۴۰۴ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۵ [t_time:1758034722]
د روغتیا نړیوال سازمان: پر ښځینه ډاکټرانو محدودیتونو د زلزله ځپلو د درملنې بهیر له خنډ سره مخ کړی دی
خبرونه

ملګري ملتونه: په کونړ او ننګرهار کې څه باندې ۴۹۸ زره کسان روغتیايي مرستو ته اړتیا لري

۱۹ وږی/سنبله ۱۴۰۴ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۵ [t_time:1757530957]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.