• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۶ تله ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

په هند کې کلونه کلونه بې برخلیکي؛ افغان کډوالې ښځې د خپلو دوسیو د برخلیک د ټاکلو غوښتنه کوي

ایلیا ایلیا
۱۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791465375]
Exclusive

Exclusive

یو شمېر افغانې ښځې چې له کلونو راهیسې په هند کې د خپلې کډوالۍ د دوسیو د برخلیک ټاکلو ته انتظار دي، د دغو دوسیو د څېړنې له ځنډه شکایت کوي. هغوی وايي، د ځواب ترلاسه کولو لپاره کلونو کلونو انتظار د دوی ژوند او راتلونکی له نامعلوم حالت سره مخ کړی دی. د دوی په وینا، د استوګنې د اسنادو او د کار اجازې نشتوالي، کاري فرصتونو ته د دوی لاسرسی محدود کړی او د ژوند د لګښتونو برابرول یې ورته ستونزمن کړي دي. دوی زیاتوي چې دغو ستونزو یې د ماشومانو پر زده‌کړو هم اغېز کړی او یو شمېر کورنۍ د زده‌کړو د لوړو لګښتونو له امله د ښوونځي د فیس ورکولو توان نه لري.

دغو ښځو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې ځینې افغانې کډوالې کورنۍ له ۱۰، ۱۵ او ان ۲۹ کلونو راهیسې په هند کې د خپلې کډوالۍ د دوسیو د برخلیک ټاکلو ته انتظار دي. هغوی همداراز روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي له ستونزو او هغه څه شکایت کوي چې د ملګرو ملتونو او مرستندویو بنسټونو له لوري یې د کافي ملاتړ نشتوالی بولي. د دوی په وینا، له ۲۰۲۴ کال راهیسې په هند کې له افغان کډوالو سره د مرستې او مالي ملاتړ یوه برخه کمه شوې یا په بشپړه توګه درول شوې ده.

په نوي ډیلي کې یوه افغانه کډواله شکریه چې له ۱۷ کلونو راهیسې د خپلې کډوالۍ د دوسیې د څېړنې په تمه ده، د دې بهیر پر پڅوالي اندېښنه څرګندوي. هغه وايي، په دې موده کې یې څو ځله د خپلې دوسیې د تعقیب لپاره د ملګرو ملتونو دفتر ته مراجعه کړې، خو د خپلې دوسیې د وضعیت په اړه یې روښانه ځواب نه دی ترلاسه کړی. هغه زیاتوي چې پر دې اوږده انتظار سربېره، د کاري فرصتونو نشتوالي او اقتصادي ستونزو د ژوند د لګښتونو برابرول ورته سخت کړي دي.

دغه کډواله وايي: «۱۷ کاله کېږي چې د ملګرو ملتونو په دفتر کې ثبت یم او په ټوله دې موده کې مې په بې‌برخلیکه حالت کې ژوند کړی دی. سره له دې چې د طب په برخه کې ډیپلوم او سند لرم، خو د هند د هویتي اسنادو د نشتوالي له امله په هېڅ ځای کې کار نه شم کولای. څو ځله مې خپلې ستونزې او د هغو نورو ښځو ستونزې چې له ورته وضعیت سره مخ دي، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له دفتر سره شریکې کړې دي، خو تر اوسه مو هېڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې.»

په هند کې یوه بله افغانه کډواله خدیجه پاینده وايي چې ۱۰ کاله کېږي په دې هېواد کې د کډوالې په توګه ثبت شوې، خو لا هم د بیا مېشتېدنې لپاره کوم بل هېواد ته نه ده معرفي شوې. هغه زیاتوي چې د افغان کډوالو په منځ کې داسې کورنۍ هم شته چې له ۱۳ تر ۲۹ کلونو پورې د خپلو دوسیو د برخلیک ټاکلو ته انتظار باسي. د هغې په وینا، د کافي ملاتړ نشتوالي او د دوسیو د څېړنې د بهیر اوږدېدو یو شمېر ښځې اړې کړې چې د ژوند د لګښتونو د برابرولو لپاره له بهرنیو وګړو سره واده وکړي او یو شمېر ځوانان یې له رواني ستونزو او روږدتیا سره مخ کړي دي.

دغه ښځه چې په هند کې د افغان کډوالو د ښځو د ټولنې مشره هم ده، وايي: «زه خپله ۱۰ کاله کېږي چې په هند کې د کډوالې په توګه ثبت شوې یم، خو په ټوله دې موده کې نه کوم بل هېواد ته معرفي شوې یم او نه هم زما لپاره د بیا مېشتېدنې زمینه برابره شوې ده. د ژوند یوه لسیزه مې د خپل برخلیک د ټاکلو په انتظار تېره کړې او په دې موده کې له رواني او روغتیايي ستونزو سره مخ شوې یم. ډېرې داسې کورنۍ پېژنم چې ۱۳، ۱۶، ۱۷ او ان ۲۳ کاله کېږي په هند کې په بې‌برخلیکه حالت کې ژوند کوي او یوه مور هم پېژنم چې ۲۹ کاله کېږي د خپل برخلیک د ټاکلو په تمه ده. له کډوالو سره ډېره ناوړه او نامناسب چلند کېږي؛ د ډېرو کډوالو برېښنالیکونو او ټیلیفوني اړیکو ته ځواب نه ورکول کېږي او موږ ته د میاشتو لپاره اجازه نه راکول کېږي چې د خپلو دوسیو د تعقیب لپاره د ملګرو ملتونو دفتر دروازې ته ورشو.»

هغه زیاتوي چې د ویزې او د استوګنې د اسنادو نشتوالي، کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو ته د افغان کډوالو لاسرسی محدود کړی او ډېرې کورنۍ د خپلو ماشومانو د زده‌کړو د لګښتونو د ورکولو توان هم نه لري.

دغه کډواله وايي: «له ۲۰۲۴ کال وروسته هغه بشري روغتیايي مرستې چې موږ  له ملګرو ملتونو ترلاسه کولې، درول شوې دي. ډېرې کورنۍ د خپلو ماشومانو د ښوونځي د لګښتونو د ورکولو توان نه لري او یو شمېر ځوانان او زلمیان له رواني ستونزو او روږدتیا سره مخ شوي دي. په دوی کې داسې نجونې هم شته چې په ځینو ګولیو روږدې شوې دي، خو کورنۍ یې د درملنې او روږدتیا د پرېښودو د لګښتونو د ورکولو توان نه لري. یو شمېر ښځې هم د اقتصادي ستونزو او د ژوند د لوړو لګښتونو له امله اړې شوې چې له بهرنیو وګړو سره واده وکړي. له دې ټولو ستونزو سره سره، په تېرو دوو کلونو کې په هند کې افغان کډوال تر ډېره هېر شوي او له مسوولو بنسټونو کافي ملاتړ نه ترلاسه کوي.»

په هند کې یوه بله افغانه کډواله جمیله غیاثي وايي، سره له دې چې د هغې دوسیه د ملګرو ملتونو له لوري منل شوې، خو شپږ کاله کېږي چې بل هېواد ته د لېږد په تمه ده. هغه زیاتوي چې په دې موده کې یې په نوي ډیلي کې یوازې ژوند کړی او له اقتصادي او امنیتي ستونزو سره یوځای له خپلې کورنۍ چې په افغانستان کې ده، لرېوالي ژوند ورته ستونزمن کړی دی. دغه ښځه د کډوالو د دوسیو د څېړنې د بهیر د چټکتیا او د هغوی د لا ډېر ملاتړ غوښتنه کوي، څو له دې بې‌برخلیکه حالته ووځي.

غیاثي وايي: «شپږ کاله کېږي چې په ډیلي کې یوازې ژوند کوم او کورنۍ مې په افغانستان کې ده. سره له دې چې د ملګرو ملتونو له لوري مې د منل کېدو کارت ترلاسه کړی، خو په دې موده کې یې کوم بل هېواد ته نه یم معرفي کړې او زما د ستونزو د هواري لپاره هم کومه پاملرنه نه ده شوې. په ډیلي کې یوازې ژوند کول ډېر سخت دي او زه له اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخ یم. موږ غواړو چې ستاسو له لارې د ټولو افغان کډوالو غږ د مسوولو چارواکو تر غوږونو ورسوئ، څو زموږ پر ستونزو غور وکړي.»

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ تر پایه په هند کې څه باندې اته زره افغان کډوال او پناه‌غوښتونکي ثبت شوي دي. دغه بنسټ ویلي چې هغه ښځې او نجونې چې د خوندیتوب له اړخه له جدي ګواښونو سره مخ دي، د بیا مېشتېدنې په بهیر کې د لومړیتوب لرونکو کسانو له ډلې ګڼل کېږي.

په هند کې ملګرو ملتونو ویلي چې یو شمېر هغه افغان غوښتونکي چې د خپلو دوسیو د مرکې او بیاکتنې غوښتنې پړاوونه یې بشپړ کړي، په ۲۰۲۶ کال کې به په تدریجي ډول ځوابونه ترلاسه کړي. د دغه بنسټ په وینا، د کارکوونکو د ظرفیت کمېدو له امله د دوسیو د څېړنې بهیر وخت نیوونکی شوی دی.

د کډوالۍ د دوسیو د برخلیک ټاکلو لپاره اوږد انتظار یوازې په هند کې په افغان کډوالو پورې محدود نه دی. په نورو هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان او ایران کې هم یو شمېر افغان پناه‌غوښتونکي له کلونو راهیسې د بیا مېشتېدنې یا درېیمو هېوادونو ته د لېږد په تمه دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

ټرمپ: د امریکا او ایران ترمنځ «ډېرې ښې خبرې» روانې دي
بهرني خبرونه

ټرمپ: د نوبل د سولې جایزې وړ یم خو په ګټلو کې یې شک لرم

۱۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791463373]
یوناما: له ۲۰۰۹ تر ۲۰۲۱ کال پورې په افغانستان کې د جګړو له امله تر ۴۰ زرو ډېر کسان وژل شوي دي
خبرونه

یوناما: طالبانو د تېرو درېیو میاشتو په اوږدو کې ۵۲ ښځې او یوه نجلۍ نیولې

۱۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791462727]
ملګرو ملتونه: راستنو شویو کورنیو ته ۸۰۰ سرپناوې بیارغول کېږي
ټولنه

ملګرو ملتونه: راستنو شویو کورنیو ته ۸۰۰ سرپناوې بیارغول کېږي

۱۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791461926]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ارغند ورور: د طالبانو ښاروالۍ د «ارغند واټ» لیکدړه لرې کړه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.