۸صبح، کابل: د افغانستان د ملي ازادۍ ګوند وايي چې ځانګړو ډلو د خپلو موخو د تحمیلولو او واک او قدرت ته د رسېدنې او پایښتنې لپاره له دین څخه د ابزار په توګه کار اخیستی او په خبره یې، ارزښتونه یې تحریف او په ټولنه کې یې د تفرقې او بېلتون په وسیلې بدل کړې دي.
نوموړي ګوند یکشنبه د وږي پر ۱۱مه په یوې ویناپاڼه کې لیکلي چې تېرې او اوسنۍ ناکامۍ کولای شي چې په خبره یې، د افغانستان برخلیک په بشپړ ډول بدل کړي.
د دغه ګوند په ویناپاڼه کې راغلي: «اړینه ده داسې یو بحث رامنځته کړو چې پکې اسلام د خلکو په معنوي او اخلاقي ژوند کې د یوې سپیڅلي او الهام بښوونکي سرچینې په توګه وساتل شي او له هر ډول سیاسي مداخلې او تعرض څخه چې د دین حقانیت او قداست ته زیان رسوي، مخنیوی وشي.»
په ویناپاڼه کې لیکل شوي چې یوازې د ټولنیز عدالت پر اصولو او د دین او سیاست د حوزو د تفکیک په سمه توګه تطبیقولو سره کولای شو چې په وینا یې، باثباته او د وګړیتوب پر محور ولاړ افغانستان ته ورسېږو.
د افغانستان د ملي ازادۍ ګوند زیاته کړې چې دا بحث دې له تېر څخه د ترلاسه شویو زدهکړو پر بنسټ رامنځته شي.
نوموړي ګوند له ټولو ګوندونو، غورځنګونو، ډلو او د ټولنې له بېلابېلو قشرونو غوښتي چې د یووالي په روحیه او ښې راتلونکې لپاره پر دې لوري ګام واخلي.
د یادونې ده چې څه موده وړاندې په مخکېني حکومت کې د ملي امنیت رییس رحمتالله نبیل ویلي و چې د «دین او سیاست سالم بېلوالی» کولای شي په ټولنه کې له پاېښت او عدالت سره مرسته وکړي.






