د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی چې له اوکرایین سره د جګړې له پیله د دغه هېواد ځواکونو د اوکراییني پوځ څه باندې ۲۹۰ زره بېپیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.
ټاس خبري اژانس دوشنبه د نومبر پر ۱۶مه راپور ورکړی چې روسي ځواکونو د اوکرایین ۶۷۴ الوتکې، ۲۸۴ چورلکې او ۶۷۲ د هوايي دفاع توغندیز سیسټمونه هم له منځه وړي دي.
د راپور په بله برخه کې راغلي چې د اوکرایین پوځ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا ۱۱۶۵ سرتېري له لاسه ورکړي دي.
د روسیې د دفاع وزارت د شمېرو له مخې، په دې موده کې د اوکراییني ځواکونو ډېر تلفات د روسیې د «مرکز» ځواکونو د عملیاتي ډلې په سیمه کې ثبت شوي چې شاوخوا ۳۳۰ اوکراییني سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
اوکراییني ځواکونو د روسیې د «شمال»، «لویدیځ»، «سویل»، «ختیځ» او «دنیپر» ځواکونو د عملیاتي ډلو په سیمو کې هم تلفات ورکړي دي.






