۸صبح، کابل: د افغانستان د ملي مقاومت جبهې له جنګي اسیرانو او سیاسي زندانیانو سره د طالبانو چلند «غیرانساني او د بشري حقونو د معیارونو خلاف» بللی او په کلکه یې غندلی دی.
دغې جبهې شنبه، د تلې پر ۵مه، د ټولو مدني مبارزو خوځښتونو، د ښځو د غورځنګونو، سیاسي فعالانو او په ځانګړې توګه د «افغانستان د ازادۍ جبهې له مبارزینو» قدرداني کړې ده.
د افغانستان د ملي مقاومت جبهې یو ځل بیا د «افغانستان د ازادۍ او عزت له ټولو مبارزینو» خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
د افغانستان د ملي مقاومت جبهې همدا راز د بشري حقونو له نړیوالو سازمانونو او اغېزناکو اسلامي هېوادونو غوښتي دي څو په «افغانستان کې د ترور، ځپنې او وحشت د کلتور د لا بنسټیز کېدو)» مخه ونیسي.





