ناټو بهر کېږي، خو ډېـرې پوښتنې بـې ځـوابـه پـاتـې دي

سرچينه: شپېګل ورځپاڼه، ليکوال: الموت ويلنډ کريمي، پښتو ژباړن: م. ع. پ

له افغانستانه د ناټو ځواکونو وتلو، په هېواد کې ډېموکراسۍ، ښوونې او روزنې او خپلواکۍ ته هيلې له منځه وړې دي. په اوسنيو شرایطو کې مخ اړول او تلل تېروتنه او لنډ فکر دی. د وګړو ورځنی ژوند خوندي نه دی؛ په وروستيو مياشتو کې په لسهاوو خبريالان، قاضيان، د ټاکنو ناظرين او مدني او ډېموکراتيک فعالين د هدفي وژنو ښکار شول. د يو غير دولتي بنسټ رئيس، محمد وايي: «کله چې زه له خپلې مېرمنې سره پرته له خدای په امانۍ له کوره وځم، نو ډاډه نه یم چې ماښام به کور ته راستون شم او هغه به بياځلې وګورم». له هغه مې د ناټو پوځیانو د وتلو په اړه وپوښتل، ويې ويل: «احساس کوم له موږ سره خيانت شوی دی. زموږ همکاران څنګه کولی شي په دومره ساده ګۍ سره ووځي؟ زه اندېښمن او په ورته وخت کې وېرېدلی يم. موږ پوهېږو چې بالاخره نړيوال ځواکونه ځي؛ خو ګومان نه کوم چې دغه تلل دې د سولې نړيوال تضمین سره رامنځته شی».
ډېری افغانان له دې وېره لري چې له افغانستانه د ناټو پوځیانو په وتلو سربېره به په هېواد کې د سيمې پټ اطلاعاتي او استخباراتي سازمانونه همداسې فعال پاتې شي. ډېری د عراق تجربې ته اشاره کوي؛ لکه څرنګه چې ګورو هلته هم سوله او آرامښت نشته.
پر افغانستان د امريکا په مشرۍ د لوېديځ له بريده شل کاله وروسته، نن طالبان تقريبا د هېواد پر نیمايي برخه کنټرول لري. امريکا چې له خپلې جګړې ستړې شوې وه، تېر کال يې له طالبانو سره د سولې په نامه تړون لاسليک کړ. خو امریکايي مرکچيانو چې د افغانستان دولت يې همکار او د جګړې يو اصلي لوری ؤ، په دې خبرو اترو کې څنډې ته کړ.
اوس چې د امريکا او ناټو پوځیانو د وتلو نېټه اعلان شوې ده، اصلي ستونزه هم همدا ده چې خبرې او تړون د امريکا او طالبانو ترمنځ شوی او همداراز د ناټو نور شريکان هم په دې خبرو کې له پامه غورځول شوي دي. د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوي تړون له مخې، د امريکا يو شرط هم دا ؤ چې د افغانستان له خاورې د امريکا امنیت او ګټو پر ضد کار نه اخيستل کېږي؛ خو په افغانستان کې له دې خبرې مهم څه نشته او ټوله پاملرنه او هيله مندي دې ته ده چې اوربند وشي.
د دې پوښتنې ځواب چې (ولې امريکا په ۲۰۰۱ کال کې افغانستانه ته دننه شوه؟) روښانه دی؛ ځکه چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر پر ۱۱مه امریکا اعلان وکړ چې د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو تړون ۱۹۴۹) د پنځمې مادې له مخې، بايد ناټو عمل وکړي. په دغه ماده کې راغلي دي: «کله چې د دغه تړون يو او یا څو هېوادونه تر بريد لاندې راشي، دا په دې معنی ده چې پر ټولو غړو هېوادونو بريد شوی او بايد نور هېوادونه يې پر وړاندې مقابلې ته راودانګي». د جرمني پخواني لومړي وزير ګرهارډ شروډر ژمنه وکړه چې په ګډې او نامحدودي همکارۍ سره به د امريکا ترڅنګ درېږي.
ګده موخه هم روښانه وه: افغانستان بايد نور د ترهګرو ځاله نه وي. په همدې اساس د وخت واکمنانو پرېکړه وکړه چې (د القاعدې کوربانه او د سپټمبر د ۱۱مې مجرمین) طالبان بهر او سزا ورکړي. له واکه يې لیرې يا هم کمزوري کړي.
په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو د ماموريت په موخه کې نه وضاحت له همدې ځايه پيلېږي. امریکا او ناټو پر افغانستان د طالبانو د له منځه وړلو لپاره بريد وکړ يا يې له دوی څخه د وسلو اخيستلو او مجازاتو لپاره؟ شل کاله ماموريت، اوږده موده ده؛ خو افغان دولت اوس هم په ناسم وضعيت او شرايطو کې دی. فساد خپل اوج ته رسېدلی او د طالبانو او دولت ترمنځ به پوځي بندون تر هغه وخته دوام ومومي چې د افغانستان امنیتي ځواکونه د ناټو ملاتړ له ځان سره ولري. پر دې مسئلې چې لوېدیځ د خپلې سټراتيژۍ په پرلپسې بدلولو سره په دې ماته کې څرګنده ونډه لري، بحث نه کوو؛ خو په ورته وخت کې ۲۰ کاله د هغه هېواد لپاره چې د دوامداره ډېموکراتیکو بنسټونو جوړول يې له ټيټې کچې پيل کړي وي، اوږده موده نه ده.
په راتلونکي کې د يوې ستراتيژیکې او سیاسي تېروتنې د تکرار د مخنيوي په پار جرمني بايد يوه جامع او جدي ارزونه ترسره کړي. که څه هم جرمني په افغانستان کې د خپل ماموريت د بنسټيزې موخې (له امریکا او ناټو سره يووالي) ته رسېدلی دی او له بله پلوه هم په افغانستان کې د جرمني ګډون او تجربې له موږ سره مرسته وکړه چې په ۲۰۰۳ کال کې د عراق په جګړه کې ګډون ونه کړو؛ ځکه چې په کابل کې لږ تر لږه د لوېدیځ پوځي اتحاد سره طرف ؤ او عراق تقريبا د امريکا شخصي مسئله وه. په ۲۰۱۶ کال کې په (Godal Report) راپور کې ناروې د (افغانستان) په هندوکش کې خپل ماموريت وارزاوه او دا پايله يې ترلاسه کړه چې: «دې ته په کتو چې په افغانستان کې د ناروې له کارونو رضایت موجود دی، دغه هېواد د واشنګټن او بروکسل لپاره يو اعتمادي همکار دی» او فکر کېده چې د نړيوالو ځواکونو او په ځانګړي ډول د ناروې موخې ترلاسه شوې دي؛ خو يوې بلې جامع او جدي ارزونې وښوده چې د ناروې ماموريت نه په پوځي او نه ملکي حوزو کې له نورو سره دومره بدلون او توپېر درلود. په همدې اساس د جرمني په پروګرامونو کې یوې جامع او جدي ارزونې ته اړتيا ليدل کېږي. له يوه رښتیني ليدلوري څخه ويلی شو چې جرمني هم د خپل ماموريت موخې (له همکارانو سره ژمنې او يووالي) ته رسېدلی دی؛ خو په افغانستان کې يې خپل اعتبار له لاسه ورکړی.
د افغانستان لپاره ستر کنفرانسونه (بن په ۲۰۰۱ کې، توکيو په ۲۰۰۲ کې، برلين په ۲۰۰۴ کې) مو په ياد دي چې د افغانستان خلکو ته مو ولسواکي، د قانون واکمني، بشري حقونه او د ښځو حقونه وړاندې کړل؛ خو د دغو زيريو یا ډاليو پر پلي کېدو سربېره مو اوس په هېواد کې له خپلو شريکانو او د نظام له همکارانو مخ اړولی دی. زموږ برياليتوبونه او لاسته راوړنې لکه: ښوونه او روزنه، روغتيايي خدمات او د رسنيو ازادي… به څنګه شي؟ د امنيت په نشتون کې څنګه کولی شو چې خپلو سياسي او مدني فعاليتونو ته دوام ورکړو؟ د دفاع وزير وايي چې له افغانستانه د ناټو ځواکونو وتل د سپټمبر ۱۱مې پېښې د شلمې کليزې سره هم‌مهاله د طالبانو لپاره يو سياسي امتياز نه دی؛ بلکې؛ «يوځای تللي ؤ او يوځای به بهر کېږو». څرګنده ده چې اروپايان د امريکا له پوځي وړتيا پرته نه شي کولی د (افغانستان) په هندوکش کې پاتې شي، په ورته وخت کې روښانه نه ده چې زموږ لويديځوالو امنيتي ګټې د سويلي او منځنۍ آسيا، يعنې د چين، ايران او روسيې په ګاونډ کې څه دي؟ نه غواړو چې نور په دغه سيمه کې پاتې شو او يا يوازې غواړو پوځي حضور ولرو؟ يا هم په ریښتيا سره په هغې جغرافيې کې چې له پېړيو راهيسې په کې شخړې دي، هېڅ ډول ګټه نه لرو؟ په هر صورت دغه وتل او نه لېوالتيا د سويلي او منځنۍ آسيا لپاره ډېر لنډ فکر ښکاري.
د افغانستان په اړه د استانبول ناسته چې تمه وه په اپرېل میاشت کې ترسره شي، وځنډېده. په دوحه کې مذاکرات هم ښه پرمختګ نه لري. طالبان د مذاکراتو د مخته وړلو لپاره بل دليل نه ګوري، ځکه هغوی وايي چې يوازې به هغه وخت له افغان دولت سره خبرواترو ته چمتو شي چې د ناټو وروستی سرتېری له افغانستانه ووځي او د سولې په مذاکراتو کې دغه همېشنی شرط ؤ. اوس اصلي وېره دا ده چې له افغانستانه د ناټو او امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د سولې خبرې اترې هم په ټپه ودرېږي، د کورنۍ جګړې لوګی د ټولو سترګو ته ورسېږي يا هم طالبان له پوځي لارې واک ترلاسه کړي. د ناټو ماموريت د پيل پرمهال هم د کورنۍ جګړې د رامنځته کېدو موضوع مطرح وه او دېرش کاله وړاندې د شوروي اتحاد شا‌تګ او وتل هم همدغه پايله له ځان سره لرله. اوس د ناټو ځواکونو د وتلو په درشل کې هم د افغانستان وضعيت سم نه برېښي او د تېرو تجربو د تکرار شونتيا هم موجوده ده چې د افغانستان او لوېديځو همکارانو لپاره به بدې پايلې ولري.

ورته لیکنې

Back to top button