• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲ لړم ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د ناټو مشرانو یو ځل بیا له افغانستان سره د مرستو د دوام ژمنه وکړه

د ۸صبح پښتو مجله، م. ظ. صمیم

 د ۸صبح پښتو مجله، م. ظ. صمیم د ۸صبح پښتو مجله، م. ظ. صمیم
۱ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۰ - ۲۲ جون ۲۰۲۱ [t_time:1624349503]

د شمالي اتلانتیک یا ناټو سازمان د غړو هېوادونو سرمشریزه چې په بروکسل کې ترسره شوه، له افغانستان سره یې یو ځل بیا د خپلو مرستو د دوام ژمنه وکړه.
په هغه ګډه بیانیه کې چې د غونډې په پای کې خپره شوه راغلي: په افغانستان کې د ناټو پوځي ماموریت پای ته رسېدلی، خو ددغه سازمان ملکي ماموریت دوام لري. د ناټو مشرانو ټینګار کړی چې د افغانستان د خلکو، بنسټونو او امنیتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي او د تېرو شلو کلونو له لاس ته راوړنو ملاتړ کوي.
د ناټو مشرانو په بیانیه کې همداراز ویل شوي چې د دیپلوماتیک حضور او له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو د ارزښت له امله، د حامدکرزي د نړیوال هوايي ډګر د فعالیت د دوام په اړه د ډاډمنېدو په موخه به انتقالي بودیجه ورکړي. په بیانیه کې راغلي چې په افغانستان کې له شلو کلونو وروسته د ناټو پوځي ماموریت د پای ته رسېدو په حال کې دی، خو اوس افغانان په خپله په بشپړه توګه د هېواد د امنیت مسوولیت پرغاړه لري.
ددغه سازمان په وینا، له افغانستانه د ځواکونو وتل له دغه هېواد سره د اړیکو د پرې کولو په مانا نه دي، بلکې د اړیکو نوی باب پرانیستل کېږي. د مهال وېش له مخې ټاکل شوې بهرني ځواکونه د روان میلادي کال د سپتمبر تر یوولسمې نېټې له افغانستانه ووځي. ناټو په داسې حال کې خپلې ژمنې یو ځل بیا تازه کوي چې په اوسني وخت کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې جګړې زور اخیستی دی.
د ناټو سرمشریزې د بیانیې په اتلسمه ماده کې ويل شوي: «له کابو شلو کلونو وروسته په افغانستان کې د ناټو پوځي عملیات د پای ته رسېدو په حال کې دي.» د ناټو په وینا، ددغه سازمان غړو هېوادونو خطرونه لیرې کړي او له افغانستان سره یې د امنیتي بنسټونو په پياوړتیا کې مرسته کړې ده.
په بیانیه کې راغلي چې ناټو له افغانانو او امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوي. دوی ویلي چې د ملي اردو د باور صندوق له لارې به له افغان ځواکونو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. ناټو همداراز ویلي چې له افغانستان سره د ديپلوماتیکو همکاریو د پیاوړتیا په موخه به یې د ملکي استازولۍ دفتر فعالیت دوام ولري.
د ناټو د سرمشریزې په بیانیه کې راغلي چې له خپلو متحدینو سره به د افغانستان په اړه مذاکرات زیات کړي او د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیره ملاتړ کوي، همداراز ټول لوري به وهڅوي چې سیاسي هوکړې ته د رسېدو لپاره پراخې هڅې وکړي.
د ناټو مشرانو ټینګار کړی چې په دغه هوکړه کې باید ډاډمن شي، د افغانانو په تېره بیا ښځو، ماشومانو او لږکیو حقونه خوندي کېږي او افغانستان بیا د ترهګرو په امن پټنځای نه بدلېږي.
له بلې خوا، د امریکا ولسمشر جوبایډن، په بروکسل کې د ناټو تر سرمشریزې وروسته، خبري ناستې ته وویل: «د ناټو مشرانو په دغه غونډه کې، د افغانستان په هکله مهمې هوکړې وکړې چې ناټو او متحدین به یې، له افغانستانه د خپلو ځواکونو تر ایستلو وروسته، له افغانانو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.»
بایډن وايي: «زموږ ځواکونه خپلو کورونو ته ستنېږي، خو موږ هوکړه وکړه چې له افغانانو سره به ډېپلوماټيکي، اقتصادي او د بشري مرستو ته دوام ورکوو او له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو به دوامداره ملاتړ کوو.»
د ناټو عمومي منشي ینس سټولتنبرګ هم په بروکسل کې خبري ناستې ته وویل چې د پرېکنده ملاتړ ماموریت ختمېږي، خو ناټو به په څلورو برخو کې خپل ملاتړ ته دوام ورکوي. د افغان ځواکونو تمویل، له افغانستانه بهر د افغان ځواکونو روزنه، په افغانستان کې دایمي ملکي حضور او د کابل د نړیوال هوایي ډګر په ګډون بېخ بنسټونو ساتنه هغه برخې دي چې ناټو به په دوامداره توګه ترې ملاتړ کوي. په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې ناټو به په کابل کې د خپلې ملکي استازولۍ دفتر وساتي چې افغانستان سره ملګرتیا او ډېپلوماټیک حضور دوام وکړي.
له بله پلوه، د ترکیې ولسمشر ویلي چې هېواد یې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته په خپل نوي ماموریت کې د پاکستان، امریکا او هنګري مرستې ته اړتیا لري. رجب طیب اردوغان د ناټو له سرمشریزې وروسته ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د پاتې کېدو لپاره په دیپلوماتیکو، لوژستیکي او مالي برخو کې د امریکا ملاتړ ته اړتیا لري.
له دې مخکې رپوټ ورکړ شوی و چې د کابل د هوايي ډګر د امنیت چارې ترکیې ته سپارل کېږي. اردوغان هم بروکسل ته له راونېدو مخکې ویلي چې ترکیه په افغانستان کې د وضعیت د مدیریت کولو لپاره مناسب هېواد دی. خو طالبان د سپتمبر له یوولسمې نېټې وروسته د ترکیې په ګډون د ټولو بهرنیو ځواکونو د حضور مخالف دي. ترکیه اوسمهال په افغانستان کې ۵۰۰ پوځیان لري. له بلې خوا، ناټو سازمان د ځانګړو افغان امنیتي ځواکونو د روزنې په موخه د یوه مرکز د جوړولو لپاره له قطر سره د مذاکرې په حال کې دی.
رویټرز خبري آژانس د غبرګولي په ۲۴ نېټه په ناټو سازمان کې د ځینو سرچینو له قوله رپوټ ورکړ چې دغه سازمان د افغان ځانګړو ځواکونو د روزنې لپاره د یوې امنې اډې د جوړولو په لټه کې دی، چې د ناټو سازمان چارواکي په دې اړه د قطر له دولتي چارواکو سره د خبرو په حال کې دي.
درېیو لوړپوړو لوېدیځو چارواکو رویټرز ته ویلي چې له افغانستان سره د ناټو د ستراتېژیکو همکاریو له مخې، دا سازمان په پام کې لري چې د ځانګړو افغان ځواکونو د روزنې لپاره په قطر کې یو مرکز جوړ کړي. اخوا، په کابل کې یوې دیپلوماتیکې سرچینې دغه خبري آژانس ته ویلي چې په قطر کې د څلورو تر شپږو اونیو لپاره د ځانګړو افغان ځواکونو د روزنې موضوع د ناټو چارواکو له خوا مطرح شوې ده. له دې مخکې د ناټو عمومي منشي ینس سټولتنبرګ ویلي و چې په بهر کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې زمینه برابروي. د نړیوالو مرستو د دوام لپاره د هیلو په لړ کې په هېواد کې امنیتي وضعیت ترینګلی شوی دی. په تېره کابو یوه نیمه میاشت کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې کابو دېرش ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلې دي.
که څه هم امنیتي بنسټونو دا کار یو تکتیکي عمل بللی، خو طالبان یې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د فشار پایله بولي. دغې ډلې ویلي چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره د دولت لپاره شرایط خرابېږي او د هرې ورځې په تېرېدو سره له مقاومت پرته ولسوالۍ او مهم پوځي مرکزونه د طالبانو لاس ته ورځي.
که څه هم په هېواد کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه اندېښنې زیاتې شوې، په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو د دوام لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

بهرني خبرونه

ګوتېرېش په یمن کې د نښتو د سختېدو په غبرګون کې د زغم غوښتنه وکړه

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792690016]
یونیسف په نورستان کې نږدې لس زره کسانو ته د پاکو اوبو د برابرولو خبر ورکړ
خبرونه

یونیسف: په افغانستان کې میلیونونه ماشومان له اقلیمي ګواښونو سره مخ دي

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792686995]
نړیوالې جزایي محکمې «د ساخاروف د فکر او ازادۍ» جایزه وګټله
بهرني خبرونه

نړیوالې جزایي محکمې «د ساخاروف د فکر او ازادۍ» جایزه وګټله

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792684716]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هالنډ کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځنې مراسم ترسره شول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.