د ناټو سرمنشي وايي: هېڅ داسې ضمانت نشته چې ګواکي د افغانستان د سولې بهیر دې بري ته ورسېږي. د ناټو عمومي سرمنشي «ینس سټولټنبرګ» په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي چې د افغانستان د سولې کاواکه بهیر د اندېښنې وړ دی او دا هیله ډېره کمه ده چې ګواکې بریا ته دې ورسېږي.
نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاوي وروسته له لومړي پړاو خبرواترو څخه چې ۹۴ ورځې وخت يې ونيوه، په رخصتيو تللي دي.
تمه ده د بين الافغاني مذاکراتو دویم پړاو د نوي زېږديز کال په جنورۍ میاشت کې د دواړو لوريو له خوا د قطر په پلازمېنه دوحه کې پيل شي.





