په دوحه کې ځینې سرچینې وایي چې د دولت او طالبانو مرکچي پلاویو، د سولې د بین الافغاني مذاکراتو د شل ورځني درولو په اړه هوکړه کړې ده. سرچینې وایي چې دا رخصتي، د لیندۍ له ۲۴مې د دوشنبې له ورځې پيل شوه. د دولت د مرکچي پلاوي غړي، نادر نادري او د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي چې د خبرو بل پړاو به د لیندۍ په شپاړسمه نېټه بېرته پيل شي.
په دې توګه د دولت او طالبانو پلاوي هڅه کوي چې د تماس او اړیکو د دوام لپاره یوه مرجع وټاکي. په رخصتۍ د دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو په تلو سره، د بین الافغاني مذاکراتو لومړی پړاو پای ته رسېږي. ښايي چې ددغو خبرو دوهم پړاو هم په دوحه کې دوام وکړي، ځکه د کورونا ویروس دوهمه څپه ددې لامل شوی چې د مذاکراتو دوهم پړاو په نورو هېوادونو کې ترسره نه شي. دا په داسې حال کې دي چې یو شمېر سیاستوالانو دننه په هېواد کې، د سولې د بین الافغاني مذاکراتو پر دوام ټینګار کړی دی.
په دوحه کې د سولې مذاکراتو تګلارې له وروستي کېدو وروسته، د دولت او طالبانو مرکچي پلاویو، د مشورې لپاره شل ورځنی ځنډ په پام کې نیولی دی. دا وقفه د خبرو له پيلېدو درې میاشتې وروسته رامنځته شوې ده. سلامشورې روانې دي چې د تماس له ډلو ګډه کاري ډله یا د دواړو لوریو د پلاویو له مشرتابه څخه په دوحه کې د اړیکو د دوام لپاره یوه مرجع وټاکل شي؛ ځکه لوري تمه لري چې د رخصتیو په بهیر کې هم اړیکې ټینګي وي. ددغو مذاکراتو په اړه خبرې سرچینې وايي چې دواړه لوري ددغې موضوع په اړه بحث کوي او ټاکل شوې ډېر زر دا پرېکړه اعلان شي. دا رخصتي د لیندۍ په څلرویشتمه نېټه پيل شوه.
د خبرو په درېدو سره د سولې د بین الافغاني مذاکراتو لومړی پړاو پاي ته رسېږي. که څه هم دواړو لوریو له دې مخکې پلانونه کړې وه، چې کړنلاره او اجنډا په لومړي پړاو کې وروستۍ کړي! خو د خبرو د پرمخ بیولو د بنسټ د ټاکلو پر سر جنجالونه ددې لامل شول چې له پروګرامه وروسته پاتې شي.
دولتي پلاوي آن له خپله اړخه پلانونه کړې وه چې اوربند هم په همدې لومړي پړاو کې وروستی کړي چې دواړه لوري په ډاډه زړه دوهم پړاو ته داخل شي. په دې توګه د دولت او طالبانو پلاوي د مذاکراتو په لومړي پړاو کې یوازې وکولای شول د اجنډا پر سر د بحث د پیلولو لپاره پر خبرو هوکړه وکړي. که څه هم پلانونه شوې وه چې د سولې د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو په جرمني کې دوام وکړي، خو ۸صبح ته ځینې سرچینې وايي چې د کورونا د دوهم پړاو له خپرېدو وروسته دا کار نه کېږي. د مالوماتو له مخې، د دولت مرکچي پلاوي د رخصتیو پرمهال مشورو ته دوام ورکوي او د مذاکراتو په تګلاره کې چې د لړم په ۲۷مه نېټه وروستۍ شوه، له دولتي چارواکو سره به بحث او نظرونه تبادله کړي.
د بین الافغاني مذاکراتو لومړی پړاو په داسې حال کې پای ته رسېږي چې ځینې سیاستوالانو دننه په هېواد کې د خبرو د نورو پړاوونو د دوام غوښتنه کړې ده. د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د لیندۍ په ۲۲مه نېټه وویل چې باید د دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو ترمنځ د خبرو نور پړاوونه دننه په هېواد کې دوام وکړي. هغه جوته کړې چې دولت دننه په هېواد کې د مذاکراتو د ځای په اړه کومه ملاحظه نلري او چمتو دي چې د طالبانو د وړاندیز پر بنسټ دننه په هېواد کې تیاری ونیسي.
نوموړي زیاته کړه چې دننه په هېواد کې د سولې خبرو دوام ددې لامل کېږي چې «ډاډمنه امنیتي ساحه رامنځته او د سولې او مذاکراتو له بهیره د څارنې زمینه برابره کړي. ښاغلي محب زیاته کړه چې د دولت او طالبانو مرکچي پلاوي هم کولای شي د خلکو له غوښتنو او ستونزو خبر شي او سربېره پر دې د سولې په بهیر کې د اضافي لګښتونو مخنیوی وشي.
هغه جوته کړه چې سوله باید د بهرنیو شرایطو پر ځای د افغاني ټولنې له واقعیتونو اغېزمنه وي، ځکه د ښاغلي محب په باور تجربې ښودلې چې بهرنۍ او له بهرنیو شرایطو اغېزمنه سوله، د افغانستان ګټې نه شي خوندي کولی.
د سولې بین الافغاني مذاکرات د روان کال د وږي په ۲۲مه په دوحه کې پيل شول. که څه هم د دولت او طالبانو مرکچي پلاویو زر بحثونه پيل کړل، خو د مذاکراتو د بنسټ د ټاکلو پر سر جنجالونه ددې لامل شول چې د خبرو د کړنلارې وروستي کېدل، کابو درې میاشتې وخت واخلي. له دې مخکې هم د مذاکراتو په بهیر کې د رخصتۍ موضوع مطرح شوې وه، خو ۸صبح ته ځینو سرچینو ویلي چې دواړو د مذاکراتو په بهیر کې یې مطرح کېدل، د ځان لپاره کمزورتیا بلله او په همدې دلیل یې د مذاکراتو د کړنلارې له وروستي کېدو وړاندې د هغې له مطرح کولو ډډه وکړه.





